شاته

پاکستان کابل کې د وېزې ورکولو څانګه وتړله

په کابل کې د پاکستان سفارت د یوې اونۍ لپاره د وېزې ورکولو څانګې د تړل کېدو خبر ورکړی دی.

د پاکستان سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې یاده څنګه به سر له نن یکشنبې جون له ۱۳ مې بیا د یادې میاشتې تر ۱۷ مې نېټې تړلې وي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه پرېکړه په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو زیاتېدو ته په کتو شوې ده.

خو په کابل کې د پاکستان سفارت د دې ترڅنګ ویلي چې د وېزې ورکولو چارې به په انلاین بڼه روانې وي.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

په کابل کې د پاکستان د سفارت ویاند تر دې مخکې رسنیو ته ویلي و چې په ورځ کې په عادي توګه ۱۵۰۰ افغانان د وېزې تر لاسه کولو لپاره دغه سفارته مراجعه کوي.

تر پاکستان مخکې په کابل کې د امریکا سفارت هم ویلي و چې د کروناویروس مثبتو پېښو زیاتېدو ته په کتو به نن یکشنبه د خپل سفارت د وېزې ورکولو څانګه د لنډ مهاله لپاره وتړي.

په افغانستان کې په دې وروستیو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.

د افغان روغتیايي چارواکو په وینا په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۸۹۸۶۱ او له یاد ویروس څخه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۳۵۲۷ تنو ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخېدو له امله دولتي او خصوصي پوهنتونونه، ښوونځي او نورې تعلیمي ادارې هم رخصت شوي دي.