شاته

د کروناویروس دریمه څپه؛ ۲۴ ساعتونو کې ۸۵ افغانان مړه شوي

د افغانستان د روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۵۹۷ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۸۵ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه جون ۱۳ (غبرګولې ۲۳) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۴۵۸۷ سمپلونو معاینات یې کړي چې ۱۵۹۷ یې مثبت و.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۹۱۴۵۸ او له یاد ویروس څخه د مړو شویو کسانو شمېر ۳۶۱۲ تنو ته ورسېد.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۷۱ نور ناروغان بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له زیاتېدو سره په دغه هیواد کې د اکسېجن کموالی له جدي ستونزو څخه دی.

تیره ورځ ازبکستان له افغانستان سره د کرونا ویروس ناروغۍ سره د مبارزې په هدف د اکسېجن د زرو ډبو مرسته وکړه.

نن یکشنبه بیا د افغانستان د روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح ویلي چې د اکسیجن کموالي ستونزې ته په کتو له ایران څخه د اکسېجن ۴۵۰۰ ډبې رانیول شوي دي.

نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې یو افغان سوداګر سره د شوي هوکړې له مخې به هغه هره ورځ شاوخوا ٣٠٠ بالونه اکسیجن له ازبکستان هیواد څخه افغانستان ته واردوي او د عامې روغتیا وزارت په واک کې یې ورکوي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا دجانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۷۵ میلیونه کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې درې میلیون ۷۹۵زره کسان ورڅخه مړه شوي دي.