شاته

افغانستان کې د کروناویروس واکسین بهیر بیا پیل شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د کروناویروس د واکسین بهیر چې تېره اونۍ د واکسین د نشتوالي له امله درول شوی و بېرته پیل شو.

د کروناویروس د واکسین بهیر افغانستان ته د چین د سینوفارم واکسین د مرستو له رارسېدلو وروسته بېرته پیل شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر وحید مجروح د یکشنبې په ورځ د جون ۱۳ (غبرګولي ۲۳) خبریالانو ته وویل چې دغه واکسین تر اوسه ۱۳ ولایتونو ته رسېدلې او تر سبا به پاتې ولایتونو ته هم ورسېږي.

هغه زیاته کړه: "۷۰۰زره ډوزه د ۳۵۰زره کسانو لپاره دي، خو په نړیواله کچه له شپږو تر ۱۰سلنې ضایعات هم شته دي، هیله لرو چې ولس دغو محدودیتونو ته په پاملرنې له موږ څخه د واکسین د تطبیق تمه وکړي".

د چین د ۷۰۰زره ډوزه سینوفارم واکسین د مرستو جوپه تیره اونۍ د پنجشنبې په ورځ کابل ته ورسېدله.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تصمیم په اساس ټاکل شوې چې دا ځل په لسو کټګوریو کې افغانانو ته واکسین وشي.

په کمپونو کې کډوال، کوچیان، د بانکونو، پاسپورټ او احصایې کارکوونکي، له ۵۵ کلونو څخه زیات عمر لرونکي کسان، د سرطان، زړه، تنفسي او د وینې اختلالاتو په څیر په مزمنو ناروغیو اخته کسان په دغو کټګوریو کې شامل دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د هند او د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا مرسته شوي ۹۶۸زره ډوزه واکسین څه باندې ۶۵۰زره کسانو ته شوی دی.

د روغتیا وزارت سرپرست وویل هغو کسانو چې هندی سترازنیکا واکسین ترلاسه کړی ورته د چین سینوفارم واکسین نه کېږي.

ډاکټر مجروح وویل: "هغوی ته باید په دویم پړاو کې هم عین واکسین وشي، هغوی ته چینايي واکسین نه کوو".

ښاغلي مجروح زیاته کړه چې افغانستان به د جولای میاشتې تر پایه پورې د چین د سترازنیکا ۵۰۰زره ډوزه واکسین ترلاسه کړي او هغو کسانو ته به وشي چې یو ځل یې دغه واکسین ترلاسه کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د چین د سینوفارم واکسین د تطبیقولو لپاره ۱۹ مرکزونه پرانیستلي دي.