شاته

اسرائیل کې د بنیامین نتنیاهو ۱۲ کلنه واکمني نن پای ته رسیږي

ټاکل شوې په اسرائیل کې نوی حکومت نن یکشنبه جون ۱۳ (غبرګولي ۲۳) لوړه وکړي او پدې سره به د صدراعظم بنیامین نتنیاهو ۱۲ کلنه واکمني هم پای ومومي.

د نتنیاهو واکمني په اسرائیل کې ساری نلري، خو د سیاسي جنجالونو له وجې په ۲ کالونو کې پدې هیواد کې څلور ځله پکې انتخابات وشول.

ویل کیږي چې د یو واړه سخت دریز ملت پال ګوند مشر نفتالي بینیت به د ښاغلي نتنیاهو پر ځای د اسرائیل صدراعظم وټاکل شي، خو د صدراعظمۍ د مقام د ساتلو لپاره هغه باید د کیڼ او ښي ارخه ګوندونو تر څنک د مرکزي ګوندونو سره پراخ ائتلاف وساتي.

په اسرائیل کې ۸ سیاسي ګوندونه چې کوچنۍ عربي ډلې هم پکې شاملې دي، په نوي واکمن ائتلاف کې دي. دوي ټول د صدراعظم بنیامین نتنیاهو خلاف دي او نوي انتخابات غواړي خو په نورو شیانو کې بیا سره یوه خوله ندي.

دوي ښایي منځلارې اجنډا تعقیب کاندي چې د فلسطین سره د ستونزو کیمدل غواړي او پرته د کوم ستر نوښت کولو، د امریکا د متحده ایالاتو سره هم ښې اړیکې وپالي.‌

خو بلخوا بیا صدراعظم بنیامین نتنیاهو لا هم په پارلمان کې د اسرائیل تر ټولو د ستر ګوند مشري کوي او تمه کیږي چې د نوي حکومت د جوړیدو سره به جدي مخالت څرګند کړي.

که د ښاغلي نتنیاهو پر ضد د جوړي شوي ائتلاف یو ګوند هم د ائتلاف نه ووځي، په پارلمان کې اکثریت د لاسه ورکوي او د له منځه تلو د خطر سره مخ کیږي چې دا کار بنیامین نتنیاهو ته بیا واک ته د رسیدو فرصت په لاس ورکوي.

ټاکل شوې چې د اسرائیل پارلمان په محلي وخت د مازدیګر په ۴ بجو د نوي حکومت په هکله رایه ګیري وکړي. تمه کیږي چې نوی حکومت به د پارلمان د ۱۲۰ څوکیو نه یو څه اکثریت وګټي او وروسته به د حکومت غړي د وفادارۍ لوړه وکړي.

نوي حکومت همدرانګه ویلي چې د وفادارۍ د لوړې نه وروسته همدا نن ماښام خپله لومړنۍ رسمي غونډه هم کوي.

تر اوسه نده معلومه چې آیا نتنیاهو به د نوي حکومت د وفادارۍ د لوړې په مراسمو کې برخه واخلي او که نه. دا هم نده څرګنده چې هغه به څه وخت د صدراعظمۍ د ماڼۍ نه ووځي.