شاته

امریکا کې وسله وال بریدونه؛ سږکال ۸۷۰۰ کسان وژل شوي 

په امریکا کې وسله وال بریدونه او ډزې ورځ تر بلې زیاتېږي او له دې کبله د خلکو اندېښنې هم زیاتې شوي دي.

د «وسلې خشونت ارشیف» د معلوماتو په اساس د ۲۰۲۱ د پیل راهېسې (جنوري-جون) د امریکا په متحدو ایالتونو کې په وسله والو بریدونو او ډزو کې څه باندې ۸۷۰۰ کسان وژل شوي دي.

په تېرو شاوخوا شپږو میاشتو کې د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې تر دې دمه ۲۶۷ وسله وال بریدونه او ډزې شوي دي.

د دغه ارشیف د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۰ کې دا ډول بریدونه نژدې ۶۰۰ ځله زیات شوي چې بیساري وو.

د وسله والو بریدونو تر ټولو وروستۍ پېښې د تکزاس په مرکز آستن، شیکاګو او د جورجیا ایالت په سواناه ښارونو کې تېره ورځ او وړمه ورځ شوې دي.

په دغو بریدونو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل او شاوخوا ۳۰ تنه ټپیان شوي‌ دي.

وسله والو د آستن په ښار کې په هغه سیمه کې په خلکو ډزې کړې چې په مۍ خانو او رستورانتونو کې راټول شوي وو.‌ په دغه برید کې ۱۴ تنه ژوبل شوي دي. پولیس چارواکي‌ وايي برید د دوو ډلو ترمنځ د شخړې له کبله شوی دی. یو کس د دغو ډزو په تور نیول شوی او پولیس د بل کس لټون کوي.

د دوو نورو پېښو په اړه لا کوم څوک نیول شوي دي.‌ د شیکاګو په برید کې یوه ښځه او نهه نور کسان ژوبل شوي‌ دي. د جورجیا د سواناه ښار په برید کې هم یو کس وژل شوی او اووه نور ژوبل دي.

تر دې دغو پېښو څو میاشتې مخکې د امریکا په انډیاناپولیس، کالفورنیا او میامي کې هم وسله والو بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول او ژوبل شول.

د امریکا د متحدو ایالتونو د اساسي قانون په اساس، د دغه هېواد وګړي کولی شي د ځان د دفاع لپاره وسله ولري او ویې ساتي،‌ خو دا مسئله د سیاسي ګوندونو ترمنځ په یوې سیاسي موضوع بدله شوې او په انتخاباتو کې پرې ډېر بحثونه کیږي.

ولسمشر جوبایډن څه موده مخکې په خپلو څرګندونو کې دا ډول وسله وال بریدونه «ساري» او «نړیوال شرم» وبلل.

د امریکا د وسله وال خشونت د ارشیف د معلوماتو په اساس تېرکال د امریکا په متحدو ایالتونو کې په ډزو او بریدونو کې ۴۳۰۰۰ کسان وژل شوي وو،‌ په دې پېښو کې ځانوژنې هم شاملې دي.