شاته

پاکستان کې په کرونا وایرس نور 56 کسان مړه شوي

سرکاري شمیرې ښایي چې پاکستان کې دتیر یو شواروز په مهال په کرونا وایرس نور56 کسان مړه شوي اؤ د1239 کسانو ته ددې وایرس د ورپورې کیدو پخلی شوی دی.

د کرونا وایرس دڅار دولتي ادارې این سي او سي د اتوار په ورځ خپلو تازه شمیرو کې ویلي دتیرو څلېریشتو ساعتو په مهال پاکستان کې دکرونا دمثبتو پېښو کچه 3.4 پاتې شوې ده چې تېره اوونۍ د دري فیصدي نه هم په ښکته تللې وه.

دا شمیرې ښکاره کوي چې د نورو 56 کسانو دمړینې سره پاکستان کې تر اوسه په کرونا وایرس د مړو شوؤ کسانو شمیره 21689 ته رسېدلې ده اؤ ټول ټال نهو لکو،41زرو اؤ 170کسانو ته دا وایرس ورپورې شوی دی.

این سي او سي وایي په کرونا وایرس چې څومره خلک اخته شوي وؤ هغې کې نور بېرته روغ شوي اؤ دا مهال یوازې 21689 کسان په دې رنځ اخته دي.

پاکستان کې دا مهال ولس ته د کرونا ضد ویکسین ورکولو لړۍ دوامداره ده اؤ حکومت وایي چې تر یو کروړ زیاتو خلکو ته یې کرونا ضد ویکسین لګولي دي.

د روغتیایي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان تیره اوونۍ پخپل یو بیان کې ویلي وؤ دکرونا وایرس د دریمې څپې زور اوس ورو په ورو کښیني اؤ دمثبتو پېښو کچه په لاندې را روانه ده.

دکرونا پېښو کې د واضحه کمي رامنځته کیدو وروسته پاکستان کې دحکومت لخوا په لګول شوؤ بندیزونو کې نرمښت اعلان کړی شوی دی خو ډاکټران وایي چې دا وایرس تر اوسه دیو ګواښ په توګه موجود دي اؤ خلکو ته به دې نه دځان ساتلو دپاره د احتیاط نه کار اخستل وي.

د ډاکټر فیصل سلطان له مخې دحکومت لخوا لګول شوی ټول بند، دکرونا نه د ژغورلو سپارښتنې اؤ خلکو ته په چټکتیا سره ویکسین لګول ددې لامل شوي چې دکرونا وایرس دمثبتو پېښو کچه په ښکته راشي.