شاته

د زابل د ارغنداب ولسوالۍ مرکز نوي موقعیت ته انتقال شوی ـ چارواکي

امنیتي مقامات وايي چې تېره شپه يې د زابل د ارغنداب ولسوالۍ مرکز له یوې سیمي څخه بلي ته لېږدولی دی.

ارغنداب د ولایتي مرکز کلات ښار په ۸۰ کیلو میترۍ کې موقعیت لري چې له ډېري مودې راهیسې د شدیدو جګړو شاهده وه.

په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن محمد صادق عیسی وايي چې د ارغنداب ولسوالۍ مرکز تېره شپه د اومکي دښت سیمه کې ځای پر ځای شوی دی.

نوموړي نن یکشنبه جون ۱۳ غبرګولې ۲۳) امریکا غږ ته وويل: "د زابل ولایت د نظامي شورا د پرېکړي او د سیمي د خلکو د غوښتنې پر اساس، د اداري چارو د لا ښه سمون او د خلکو د اسانه لاسرسي په موخه د ارغنداب ولسوالۍ مقر تېره شپه له اوسني موقعیت څخه مناسبي او بهتري سیمي د دغې ولسوالۍ د دښت اومکي مسعود کمپ ته تغیر د موقعیت وکړ."

اومکي دښت سیمه د کلات ښار په شمال ۳۰ کیلو میترۍ کې پرته ده.

زابل ټولې ۱۱ ولسوالۍ لري چې تر ارغنداب ولسوالۍ مخکې يې اټغر، نوبهار، میزاني او دایچوپان ولسوالیو مرکزونه له یوې سیمي څخه بلي ته لېږدول شوي.

دغه راز د شینکۍ ولسوالۍ مرکز چې د اټغر او نوبهار ولسوالیو مرکزونه هم ورته انتقال شوي وو، تېره اونۍ له دولتي حاکمیت څخه وتلي.

د زابل اوسیدونکي د خپل ولایت د امنیت په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې د کلات ښار پر امنیتي کمربند هم هره شپه جګړه وي چې له کبله يې د عامو خلکو ژوند اغېزمن شوی.

بلي خواته د زابل امنیه قومندان مل پاسوال محمد ویس صمیمي امریکا غږ ته وويل چې د کلات ښار د امنیت ساتلو په موخه يې نوي ګاونه اخیستي.

ده وويل چې تېره ورځ يې د ښار په جنوبي برخو کې نوي امنیتي پوستې ځای پر ځای کړي چې د کلات ښار په امنیت ساتلو کې به ځانګړی اغېز ولري.

وسله والو طالبانو د زابل د وروستیو امنیتي پېښو په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي