شاته

د کرونا وبا د ۳مې څپې ګواښ؛ "افغانستان اوس تر ټولو ناوړه حالت تجربه کوي"

افغانستان ته د کرونا وبا د درېیمې څپې ګواښ موجود دی.د عامې روغتیا وزارت د دې ګواښ له کبله په ټول روغتیايي سیسټم د بدې اغېزې خبر ورکوي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح په خپله رسمي فېسبو‌ک‌پاڼه کې لیکلي: "اوس‌مهال دوی د تېرو شلو کلونو تر ټولو ناوړه حالت تجربه کوي."

د دې وزارت مسوولان وايي، ډېر احتمال شته چې روانه اوونۍ دوی د درېیمې څپې د ګراف لوړې کچې ته ورسېږي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي‌زي ازادي راډیو ته وویل: "متاسفانه هغه ډول چې د نوېو پېښو ګراف ته ګورو، ورځ تر بلې شمېرې په لوړېدو دي. څومره چې شمېرې ډېرېږي، هومره د وخیمو ناروغانو فیصدي هم زیاتېږي. د اوس لپاره موږ لوړې کچې ته نږدې کېږو."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت داسې مهال د بد وضعیت په اړه خبرداری ورکوي چې له وړاندې په دغه هېواد کې د اکسېجن د کمي غږ پورته شوی دی.

خو دغه وزارت وايي، یونیسف پرون جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) د اکسېجن د تولید ۱۰ دستګاوې ور سپارلي دي چې په فعالېدو سره به یې تر یوه حده دا ستونزه حل شي.

د اکسېجن د تولید دا ۱۰ دستګاوې د ولایتونو لپاره ځانګړي شوي، خو تر ډېره د اکسېجن د کمي ستونزه په کابل کې مطرح ده.

ولسمشر غني وویل افغانانو د کرونا وبا د درېیمې څپې پر وړاندې خپله وړتیا او توان وښود.
ولسمشر غني وویل افغانانو د کرونا وبا د درېیمې څپې پر وړاندې خپله وړتیا او توان وښود.

له دې سره په خوا کې افغان حکومت د کرونا د ګواښ د کمېدو له کبله د محدویتونو پراخېدا هم پیل کړي.

سر له نننه په ټول هېواد کې ښوونیزې او تحصیلې ادارې، د ودونو تالارونه، هوټلونه، حمامونه، ورزشي کلپونه او نور بندېږي.

تر دې چې دا محدودیت پر زندانونو هم شته او دې ادارې له ټولو هغو کسانو چې له بندیانو سره ګوري، غوښتي چې تر دوو اوونیو د خپلو بندیانو پوښتنې ته ور نه شي.

خو جمهور رییس غني بیا نن شنبه (د غبرګولي ۲۲مه) په ارګ کې ویلي، افغانانو د کرونا وبا د درېیمې څپې پر وړاندې خپله وړتیا او توان وښود.

ښاغلي غني د چین له‌خوا د ۷ سوه زره ډوزه واکسینونو د مرستې رسېدو په مناسبت غونډې ته خبرو کې ویلي، د هېواد روغتیايي سکټور د کرونا د دویمې څپې پرتله ښه شوی دی.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت رسمي شمېرې ښيي چې تېرو ۲۴ ساعتونو د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له امله د مړینې تر ټولو لوړ شمېر چې ۶۷ تنه کېږي ثبت شوی دی.

خو پردې ناروغۍ د نوېو اخته شوېو په شمېر کې د تېرو څو ورځو پرتله لږ څه کموالی راغلی او د هغو ۳۴۴۲ تنو له ډلې چې د کرونا معاینه یې کړې، د ۹۷۳ تنو پایله یې مثبته راوتې.

په دې سره په ټول افغانستان کې په کرونا د اخته شوېو رسمي شمېرې ۸۹زره ۸۶۱ ته ورسېدې چې له دې یې ۳۵۲۷ تنه مړه شوي شوي دي.