شاته

کرونا ویروس د افغانستان بله علمي سټه ونړوله؛ پوهاند باوري د ژوند پور پرې کړ

د افغانستان مشهور لرغونپوه، د پوهنتون استاد او د دغه هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مخکینی مرستیال پوهاند محمد رسول باوري د ۶۴ کلنی په عمر ومړ.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نوموړي مړینه تاییدوي او وايي چې ښاغلی باوري په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ اخته و.

د دغه وزارت ویاند محمد صابر مومند ازادي راډیو ته وویل: "په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد وتلی لرغونپوه، د کابل پوهنتون استاد او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی فرهنګي معین پوهاند محمد رسول باوري له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي دي. استاد باوري په تېرو څلور څلورو کلونو کې چې د فرهنګي معین په توګه دنده ترسره کړه، د افغانستان د هنر، فرهنګ او تاریخي ابداتو د رغونې په برخه کې بې شمېره خدمتونه وکړل."

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند محمد صابر مومند
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند محمد صابر مومند

خو ښاغلي مومند په دې اړه ډېر جزییات ورنه کړل چې نوموړي کله او چېرې وروستۍ ساه ورکړه.

پوهاند محمد رسول باوري د افغانستان له مطرحو فرهنګي څېرو څخه و، مخکې یې د پوهنې وزارت په نصاب برخه کې کار کړی او ګڼ تدریسي کتابونه یې تالیف کړي دي.

نوموړی د لرغون پوهنې په برخه کې هم ګڼ اثار لري.

افغان فرهنګیان د نوموړي مړینه د افغانستان لپاره یوه ستره علمي او فرهنګي ضایعه بولي.

د کلید ګروپ ارشد غړی، ژورنالېست او لیکوال صدیق الله بدر وايي :"پوهاند محمد رسول باوري د افغانستان یو لوی لرغون پېژندوکی، څېړونکی او لیکوال و، د هغه مرګ نه جبرانېدونکې ضایعه ده، استاد هم په پښتو او هم په دري ژبه د لرغون پېژندنې په اړه اثار درلودل او په مرکه یې راته ویلي و چې استاد په انګریزي او هالنډي ژبو هم د لرغون پېژندنې په اړه ځیني اثار لیکلي او په دې وروستیو کې یې غوښتل چې دا کتابونه د چاپ لپاره چمتو کړي."

د یادونې وړ ده چې تر ښاغلي باوري درې ورځې مخکې د تېرې چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د کانکور ازموینو ته د چمتوالي مشهور استاد نظر زلمي هم د کووېډ- ۱۹ ناروغۍ له امله د ژوند پور پرې کړ.

دا په تېرو څو ورځو کې دوهمه عملي سټه ده چې د کرونا ویروس له امله نړېږي.

کرونا ویروس تېرکال هم په افغانستان کې د یو شمېر فرهنګیانو ژوند واخېست چې هغه مهال د ځینو کورنیو دا خبره تايید، خو د ځینو پټه کړه.