شاته

د کرونا درېیمه څپه؛ سر له نننه ټول افغانستان کې جدي بندیزونه وضع شول

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د کرونا ویروس درېیمه څپه د اوج کچې ته د رسېدو په حال کې ده او پېښې یې ورځ تر بلې زیاتېږي.

دغه وزارت د کووېډ-۱۹ساري ناروغۍ د مهارولو لپاره سر له نننه ( شنبه-د غبرګولي ۲۲مه) په ټول هېواد کې د اړوندو ادارو په همغږۍ جدي بندیزونه اعلان کړل.

دا چې دا بندیزونه څه دي د وزارت ویاند دستګیر نظري یې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "مونږ په ۳۴ ولایتونو کې ټول ښوونیز او تحصیلي مرکزونه وتړل، پخوا ۱۶ ولایتونو کې وو. په ټول هېواد کې باید د ودونو تالارونه، ورزشي مرکزونه، کلپونو او حوزونه تړلي وي. هغه رسټورانټونه چې سرپټو ځایونو کې دي، باید حد اکثر لس مېلمانه یوه وخت کې ولري. عمومي ځایونو کې د ماسک تړل هم جبري شوي او د دولت هغه مامورین به له کورونو کار کوي چې له ۵۵ کلونو زیات عمر لري."

د جوماتونو له ملا امامانو هم غوښتل شوي چې د لمانځه پر مهال فزیکي واټن ته پام وکړي
د جوماتونو له ملا امامانو هم غوښتل شوي چې د لمانځه پر مهال فزیکي واټن ته پام وکړي

د عامې روغتیا وزارت له ښاروالیو هم غوښتي چې د بازارونو د نوبتي پرانیستو او دغه راز د فزیکي واټن امکانات دې وسنجوي.

د جوماتونو له ملا امامانو هم غوښتل شوي چې د لمانځه پر مهال فزیکي واټن ته پام وکړي او که امکان وي، ازاده فضا کې دې لمونځ وکړي.

دا او یو لړ نور بندیزونه داسې مهال اعلانېږي چې د مصنوعي اکسیجن کمښت ته اندېښنې ډېرې شوي دي.

تراوسه هېڅ دولتي روغتون کې کوم ناروغ د اکسیجن د کموالي له کبله نه دی مړ شوی. 

د ننګرهار اوسیدونکی عمرخان درمل وایي، تره یې د کرونا له کبله روغتون کې بستر شو، خو د اکسیجن د کمښت او سمې نه پاملرنې له کبله یې ساه ورکړه.

درمل زیاته کړه: "هلته په کرونا سنټر کې داسې وضعیت و چې د اکسیجن اړتیا به پنځه سوه ډبې وو، دوی به پنځوس ډبې راوړې، هغه به هم د دروازې خوله کې چور کېدې، چاته نه رسېدې. داسې ورځ راغلې چې موږ خپل تره ته د څلورنیم زرو اکسیجن هم اخیستی دی. د اکسیجن د ډبو قیمت هم لوړ شو، لومړی دوه-درې سوه افغانۍ و، بیا ان زرو افغانیو ته وخوت. چا که ډبې درلودې، هغوی پاچاهان و، که نه مریض به یې د اکسیجن په تمه مړ کېده."

د بښنې نړیوال سازمان له افغان حکومته غوښتي چې د اکسیجن د کمښت او هم مهاله ورسره د کرونا واکسین د برابرولو لپاره بېړني اقدامات وکړي.

دغه سازمان پرون جمعه (د غبرګولي ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل چې د روغتیایي مرستو په برخه کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

په دې سازمان کې د افغانستان د څانګې څېړونکي زمان سلطاني ویلي، مخکې له دې چې ناوخته شي، باید اړوندې ادارې د روغتیایي وسایلو او واکسین لپاره لاس په کار شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د اکسیجن د کمښت ستونزه مني، خو وایي، تراوسه هېڅ دولتي روغتون کې کوم ناروغ د اکسیجن د کموالي له کبله نه دی مړ شوی.

د وزارت په خبره خصوصي سکټور هره ورځ د اکسیجن شپږنیم زره شااوخوا ډبې تولیدوي، خو په خبره یې دوی شااوخوا پنځو زرو نورو ته هم اړتیا لري چې له بهره باید وارد شي.

په همدې حال کې کابل کې د امریکا سفارت اعلان کړی چې د کرونا وبا په مخنیوي کې له افغان حکومت او عامې روغتیا وزارت سره دریږي او خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د امریکا سفارت اعلان کړی چې د کرونا وبا په مخنیوي کې له افغان حکومت سره دریږي
د امریکا سفارت اعلان کړی چې د کرونا وبا په مخنیوي کې له افغان حکومت سره دریږي

دوی په خپله اعلامیه کې د متحده ایالاتو تازه اعلان شوې ۲۶۶ میلیونه ډالره بشري مرستې ته اشاره کړې چې یوه برخه به یې هغو ۱۸ میلیونه افغانانو ته ورکول کېږي چې کرونا ځپلي دي.

دوی ویلي، افغانستان به له هغو ۲۵ میلیونه ډوزه واکسین نه هم برخمن شي چې سپینې ماڼۍ یې له یو شمېر هېوادونو سره د ورکولو ژمنه کړې.

امریکا سفارت د کرونا د زیاتوالي له کبله کابل کې خپلې کونسلي چارې هم تر نامعلومې نېټې ځنډولي دي.

افغانستان کې د کرونا د رسمي پېښو شمېر نژدې ۸۸ زرو ته رسیدلی او د مړو شوېو شمېر هم له ۳۴۰۰ اوښتی دی.

عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په ۲۴ ساعتونو کې له اتلس سوو زیاتې پېښې ثبت کړې چې د وبا له پيله لوړ شمېر ښيي،خو اندېښنې دا دي چې نارسمي شمېرې د دې څو برابره زیاتې دي.