شاته

بلوچستان: په خضدار کې د مسافرو بس په ټکر شوی 18 تنه پکې مړه شوي

د بلوچستان صوبې په خضدار ضلع کې د مسافرو يو بس د سړک نه لوېدلی او په ټکر شوی لږ تر لږه 18 کسان پکې مړه شوي او 30 پکې ټپيان شوي دي.

د ځايي ميډيا ترمخه د مسافرو بس د بلوچستان صوبې د وډهـ علاقې نه د سيند صوبې دادو ضلعې ته په لار وو چې د سړک نه غورځېدلی او په ټکر شوی دی.

ویل شوي مسافر بس د کوړي په علاقه کې د سړک نه لاندې غورځېدلی او د پېښې ښکار شوی دی.

ځايي مطبوعاتو د چارواکو له قوله ویلي په پېښه کې په ځای 15 مسافر مړه شوي او درېو نورو وروسته ژوند د لاسه ورکړی دی.

په پېښه کې 30 مسافر ټپيان شوي، د ليويز او ژغورنې ادارې ادارې موقعې ته رسېدلي او امدادي کارونه يې پېل کړي دي.

په پېښه کې ژوبل کسان د خضدار روغتون ته وړل شوي دي، او ویل شوي په ټپيانو کې د ځينو روغتيايي حالت مرګونی ښودل شوی دی.

په سمدستي ډول د پېښې علت نه دی مالوم شوی خو ويل شوي د مسافرو بس د تيز رفتارۍ له امله د سړک نه غورځېدلی دی.

په بلوچستان صوبه کې زياتره ټريفکي د کراچۍ او کوټې په غټه لار رامنځته کيږي.

د دغو پېښو غټ علت د سړک تنګوالی او د بسونو د ډرايورانو بې پرواهي او تیز رفتاري ښودل کيږي.