شاته

جوبايډن: د نړۍ د غريبو ملکونو سره د کرونا د 500 ملينه ويکسينو مرستې کوو

د امریکې صدر جوبايډن په برتانیه کې د جي - 7 هېوادونو د غونډې نه وړاندې رسمي اعلان کړی دی چې د نړۍ 92 غريبو او د کم امدن هېوادونو ته به د کرونا ضد فايزر د 500 ملينه ويکسينو مرستې وکړي.

بايډن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ د برتانیې په کارنوال کې ویلي، "د دغه نيم ارب ويکسينو پېل به د روان کال په اګست کې وشي او په جوړولو کې يې کار روان دی".

هغه ويلي 200 ملينه ويکسين به د روان کال د اخرې پورې ولېږل شي او پاتې 300 ملينه به د 2022 د نيمايۍ پورې ورکړی شي.

ښاغلي بايډن ویلي، "دغه ويکسين د کوم احسان يا د کومو مراعاتو د فشار دپاره نه ورکوي بلکې دغه کار د دې دپاره کوي چې د خلکو ژوند وژغوري او دا وبا ختمه شي".

يو امریکايي لوړ پوړي چارواکي وي او اې ته ویلي امریکا دغه ويکسين د خواخوږۍ په توګه ورکوي چې د کرونا وبا پرضد نړیوالې هڅې ګړندۍ کړی شي.

هغه ویلي د امریکا لخوا د ويکسينو د مرستو يواځينۍ مقصد د خلکو ژوند ژغورل دي او واشنګټن به کله ونه غواړي چې د دې په بدل کې دې د امریکا دپاره هم څه وشي.

هغه ويلي امریکا هيله لري چې د جي ـ 7 په ډله کې شامل غړي هېوادونه د کرونا د خاتمې دپاره يوه رسمي تګلاره جوړه کړي او خپله برخه پکې شامل کړي.

د بايډن د انتظامیې د اعلان نه وړاندې د امریکې فايزر او د جرمني همکارې کمپنۍ يې (بايو اېن ټک) هم اعلان کړی وو چې روان کال به 20 کروړه او په راتلونکي کال به 30 کروړه ويکسين ورکوي.

په نړۍ کې د غربت د ختمولو دپاره کار کوونکي تنظیم اکسفېم د امریکې لخوا د ويکسينو ورکولو د اعلان هرکلی کړی دی خو ويلي يې دي په نړۍ کې د ويکسينو ډېر زيات ضرورت دی.

امریکې د نړۍ غريبو او د کم امدن هېوادونو ته د کرونا ويکسينو د مرستې اعلان په داسې وخت کې کړی چې په نړۍ کې د کرونا وبا له امله د37 لکه نه زيات کسان مړه شوي دي.

د امریکې د جان هوپکنز پوهنتون د شمېرو ترمخه د کرونا څخه تراوسه پورې 37 لکه 73زره او 600 کسان مړه شوي دي.

د کرونا څخه تر ټولو زيات مړي په امریکا کې شوي چې شمېره يې پینځه لکه 98زره 748 ده او په دوېم نمبر درې لکه 63زره او 79 کسان ترې په هند کې مړه شوي دي.