شاته

د جاني خېلو د پرلت12 ورځ: که غوښتنې يې نه منل کيږي اسلام اباد ته حرکت کوي، پرلت کوونکي وايي

د قامی مشر نصیب خان د وژنې وروسته نن په دولسمه ورځ هم د بنو په جاني خېلو کې د هغه مړي سره احتجاجي پرلت دوام لري او احتجاج کونکي وايی تیره ورځ د حکومت په نمايندګۍ یوه ځايي جرګه ورغلې خو دوی جرګې ته خپل شرطونه وړاندې کړي چې د شرطونو منلو پورې ورسره خبرې نه شي کولی.

د پرلت یوه ګډون وال لطیف وزیري وویل تیره ورځ د حکومت په نمایندګۍ د بنو سیمې د ځايي مشرانو یوه جرګه دوی ته ورغلې او دويی ته ویلي چې پرلت ختم کړي حکومت به يې غوښتنې ومني.

هغه وویل خو جرګې ورته شرطونه وړاندې کړل چې د مزاکراتو نه وړاندې دې حکومت د دوی خلاف جوړې مقدمې ختم کړي، د دوی نیول شوي کسان دې خوشي کړي او جانې خېلو ته غځیدلې ټولې لارې دې ازادې کړي چې خبرو کولو ته لاره هواره شي، له دغې وروسته دوی د حکومت سره خبرو کولو ته تیار دي.

لطیف وزیری وویل په پرلت کوونکو درې مقدمې درج شوي، د بیلا بیلو ځایونو نه احتجاح ته راتلونکي او په ټولینیزو رسنیو له دوی سره خواخوږي کونکي نزدې شل کسان پولیسو نیولي او په زندانونو کې يې بندیوان کړي دي.

هغه وویل حکومتي جرګې ورته تر اوسه بیا ځواب نه دی کړی.

د جاني خیلو پرلت وروسته له هغې پېل شوی چې په 30 مې یو ځايی مشر ملک نصیب د نامالومه کسانو په ډزو ووژل شو.

پولیس وایی کورنۍ يې په چا دعویداري نه ده کړې او نه ورسره د پېښې په پلټنو کې مرستې کوي.

د علاقې یو مشر ډاکټر نور محمد وویل دوی د کلونو راهسې د نا امنۍ سره مخ دي او د دې د مخنوي پرضد دوی راوتلي دي دوی هیله لرله چې د دغه ناامنۍ پرضد به حکومت د دوی سره بدرګه شي خو حکومت د دغه پرامنه احتجاج کونکو پرضد ټوله کاروايي پېل کړه.

هغه وویل د تیرو دولس ورځو نه په پرامنه طریقه په احتجاج ناست دي او د دوی یوه غوښتنه ده چې د علاقې امنیت دې یقینی کړی شي او په دغه لړ کې چې حکومت د مارچ په میاشت کې د دوی سره کوم تړون کړی وو هغه دې عملي شي نوره دوی هيڅ مطالبه نه کوي.

د صوبې اعلا وزیر محمود خان د مارچ په میاشت کې د څلورو تنکو هلکانو د وژنې ورسته په پرلت ناسته احتجاج کوونکو ته په ليکلې بڼه د امنیت باور ورکړی وو خو ډاکتر نورمحمد وایي تر اوسه هغه ژمنې نه دي عملي شوي او بيا هم په سيمه کې ناامني روانه ده.

هغه وویل دوی په خپله خبره ټینګ ولاړ دي خو حکومت يې په غوښتنو منلو کې سنجيده نه دی.

هغه زياته کړه که حکومت يې په پرلت او غوښتنو غور نه کوي دوی به مجبور وي چې اسلام باد ته حرکت وکړي.

وي او اې ډيوه په دې اړه په سیمه کې د حکومتي چارواکو سره د تماس هڅه کړې خو څه ځواب نه ورته نه دی ویل شوی.

خو په سیمه کې یو امنتي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وویل د احتجاج کونکو سره په رابطه کې دي په تیره معاهده کې د دوی ټولې غوښتې منل شوي بلکې د هغې نه هم سیوا کار شوی دی خو دا به ډیره ګرانه شي چې دلته یو یو کس وژل کیږي او دوی احتجاحونه کوي خو بیا هم د مقامي انتظامیې په زریعه ورسره خبرې روانې دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.