شاته

غټ اختر دپاره پېښور هایکورټ افغانستان ته دڅاروؤ په اړؤلو بندیز ولګولو

پېښور هایکورټ له چرګانو وروسته افغانستان ته د څاروؤ په اړؤلو هم بندیز لګولی اؤ د اړونده ضلعو انتظاميو ته یې امر کړی چې هیواد نه بهر دڅاروؤ اړؤلو مخه په کلکه ونیسي.

د ډاڼ ویب پاڼې د رپورټ له مخې هایکورټ ویلي که چرې ګاونډي هیواد ته د څاروؤ اړؤلو موجوه لرۍ دوام وکړو نو ددې ځائ خلک به د راتلونکي لویې اختر دپاره د قربانۍ دڅاروؤ کموت سره مخ شي.

دپېښور هایکورټ مشر قاضي قیصر رشید اؤ قاضي اعجاز انور دمشاهدې په اساس اوریدنه کې ویلي چې راتلونکې میاشت لویې اختر نمانځل کیږي ځکه نو صوبه کې دقربانۍ دڅاروؤ دکموت رامتځته کیدومخنیوي دپاره باید افغانستان ته د څاروؤ اړؤلو اؤ قاچاق مخه په سختۍ سره ونیول شي.

تر دې وړاندې تیره میاشت پېښور هایکورټ وروسته له هغې افغانستان ته دچرګانو په اړولو د بندیز امر هم کړی ؤ چې پاکستان کې دچرګانو نرخ د نیم په نیمه نه هم زیات شو.

د اوریدنې په مهال دخیبر پښتونخوا دخوراک سکتر خوشحال خان محکمې ته ویلي چې دکله نه هایکورټ افغانستان ته دچرګانو په اړؤلو دبندیز امر کړی نو دچرګانو نرخ راپریوتی دی.

هغه ویلي وړاندې به دیو کلو چرګ نرخ ۳۴۵ روپۍ ؤ خو اوس دا ۱۸۶ ته راغورځېدلی دی .

محکمې دچرګانو په نرخ کې په دومره ډیر کمي دحیرانتیا څرګنډونه کړې اؤ ویلي یې دي که دا کار عدالت ته ورپغاړه شي نو ضلعي انتظامیې به څه کوي؟

مشر قاضي قیصر رشید وویل عدالت دچرګانو دستونزې نوټس ځکه اخستی ؤ چې د روژې میاشت وه اؤ چرګان اؤ هګۍ ااخستل د عامو خلکو د توان نه وتلي وؤ.

هایکورټ وویل اوس چې لویې اختر پسر راروان دی نو نو مافیاګانې به یو وارې بیا دڅاروؤ قاچاق کې اضافه کوي.

محکمې دخوراک سکتر ته امر وکړو چې په ۲۹م جون په بله اوریدنه باید افغانستان ته دڅاروؤ په قاچاق دقابو موندلو دپاره داخستل شوؤ ګامونو رپورټ عدالت ته وړاندې کړي.