شاته

نړیوال بانک: افغانستان سره د ځان بسیاینې په برخه کې مرستو ته ژمن یو

د جنوبي اسیا هیوادونو لپاره د نړیوال بانک مرستیال له افغانستان سره پر همکاریو ټینګار کړی او زیاته کړې ده چې دغه هیواد د نړیوالې ټولنې مرستو ته اړتیا لري.

هارتویګ شیفر کابل ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې ویلي: "نړیوال بانک له نورو پراختیايي شریکانو سره په ګډه له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او ژمن دی څو له دې هیواد سره د یوې پاېښت لرونکې اقتصادي‌ ودې او ځان بسیاینې په برخه کې مرسته وکړي."

ښاغلي شیفر زیاته کړې چې افغانستان تر بل هر وخت له کرونا ویروس څخه اغېزمن شوی او په خبره یې زیاتو مرستو اړتیا لري.

نړیوال بانک تر دې مخکې په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې او د اقتصادي اغېزو د مخینوي لپاره له دغه هیواد سره د ۳۹۳ میلیون ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.

د نړیوال بانک د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس، د سیاسي او امنیتي کړکېچ او د نړیوالې ټولنې د مرستو احتمالي کمېدو له امله د افغانستان اقتصادي وده ورو شوې ده.

د یاد بانک په اعلامیه کې راغلي: "تمه کېږي چې د دې هېواد اقتصادي‌ وده په ۲۰۲۱ کال کې یو سلنه وي او په ۲۰۲۲ کال اټکل کېږي چې درې سلنې ته ورسېږي. وړاندوینه کېږي چې د افغانستان دولت به په راتلونکو کلونو کې هم د روغتیا، ښوونې او روزنې، له خصوصي سکتور د ملاتړ، د کاري آسانتیاوو د رامنځته کولو او له خورا بېوزلو او زیانمنونکو خلکو او ټولنو سره د مرستې په برخه کې د نړیوالې ټولنې مالي مرستو ته اړتیا ولري."

د نړیوال بانک د معلوماتو په اساس افغانستان د بیا رغونې صندوق او نړیواله پراختیايي اداره چې له بېوزلو هېوادونو سره د نړیوال بانک د وړیا مرستو څانګه ده، په ګډه هر کال یو میلیارد ډالر مالي مرسته افغانستان ته چمتو کوي.