شاته

د کرونا درېیمه څپه؛ افغانستان پوهنتونه، رستورانتونه او نور ځایونه تړي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې افغانستان د کرونا ویروس د درېیمې څپې د «اوج خوا» ته روان دی او له «یوې غیر مساوي» جګړې سره مخامخ دی.

د عامې روغتیا وزارت نن د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې سر له سبا جون ۱۲ (غبرګولي۲۲) به د دوو اونیو لپاره « ټول دولتي او خصوصي تحصیلي ادارې، ښوونځي، انسټیټیوټونه، پوهنتونونه، کورسونه، دیني مدرسې او وړکتونونه» رخصت وي.

وزارت همدغه راز ویلي دي چې د ودونو « ټول هوټلونه/سالونونه او کنفرانسونه به» هم د دوو اونیو لپاره وتړل شي او «د دې موضوع په پلي کولو کې، موږ د درنو ښاروالیو څخه د همکارۍ» غوښتنه کوو.

پر دې سربېره د لامبو د حوضونو، عمومي حمامونو، کلبونو او سپورټي سیالیو د بندولو غوښتنه هم شوې ده او همدغه راز یې هغو حکومتي مامورینو ته چې له ۵۵کلنو ورپورته دي، سپارښتنه کړې چې له کور څخه کار وکړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له ټولو هېوادوالو څخه غوښتي چې د کرونا ویروس د دغې «وژونکې» څپې په مخنیوي کې همکاري وکړي،‌ ځان او نور وژغوري.

وزارت د افغانستان د امنیتي ادارو څخه هم غوښتي چې د ټولو هغو غونډو او مجلسونو مخه دې ونیسي چې ګڼه ګوڼه په کې زیاته وي‌.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په اعلامیې کې له ټولو اړوندو ادارو څخه هیله شوې ده چې په دې کار کې د وزارت لاس ونیسي.

په همدې حال کې په تېرو ۲۴ساعتونو کې په افغانستان کې د کروناویروس له کبله لږ تر لږه ۳۷کسان مړه شوي دي.

دا هغه کسان دي‌ چې حکومت ثبت او راجستر کړي دي. راپورونه وايي ډېر نور کسان چې په لېرو پرتو سیمو او خپلو کورونو کې مړه کیږي، شمېرل شوي نه دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرې یوې شپې او یوې ورځې کې څه باندې ۱۰۰۰کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

تر دې دمه د رسمي شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس له کبله شاوخوا ۳۴۵۰کسان مړه شوي او ۸۸۷۴۰نور په دغه ویروس اخته دي.