شاته

پي اېس اېل: راشد خان پينځه لوبغاړي اوټ کړي بيا د سيالۍ غوره لوبغاړی ګرځېدلی

د پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل) شپږم په روانو سيالو کې د افغانستان ستوري اسپنر بالر راشد خان د پېښور زلمي پينځه لوبغاړي اووټ کړي لاهور قلندر دغه سيالي ګټلي او راشد خان د سيالۍ غوره لوبغاړی ګرځېدلی دی.

تيره شپه په ابوظهبي کې د پي اېس اېل شپږم په سیاليو کې د لاهور قلندر او پېښور زلمي لوبډلو ترمنځ سيالي وشوه.

د پېښور زلمي پچه/ ټاس ګټلی او لومړی يې بالنګ اخستی وو.

د لاهور قلندر لوبډلې په ټاکلو 20 اوورونو کې 170 رنزونه جوړ کړي او د پېښور لوبډلې ته یې د 171 رنزونو هدف ورکړی وو.

د لاهور لوبډلې په بالينګ کې راشد خان بيا د پېښور پينځه لوبغاړي اوټ کړه او د پېښور زلمي لوبډلې په اته لوبغاړو اوټ کېدو 160 زنزونه جوړ کړی شو او په 10 رنزونو یې ماتې وخوړه.

راشد خان په څلورو اوورونو کې يو مېډن ويشتی او په درېو کې يې 20 رنزونه ورکړي دي.

راشد خان له دې وړاندې د لاهور او اسلام اباد يونايټډ ترمنځ په سيالۍ کې په وروستي اوور کې 15 رنزونه جوړ کړي او دغه سیالي هم د لاهور لوبډلې ګټلې وه، راشد خان په دغه لوبه کې په څلورو اوورونو کې نهه رنزونه ورکړي او يو لوبغاړی يې اوټ کړی وو.

خان د دغه سیالۍ هم غوره لوبغاړی ګرځول شوی وو.