شاته

چارواکي: د مردان په رستم سیمه کې ځنډول شوی د پولیو کمپاین به د جمعې په ورځ بیا شروع شي

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې د چارواکي په وېنا د مردان په رستم سيمه کې د پوليو ټيم په تحفظ مامور پوليسو باندې د بريد وروسته يوازې په دغه سيمه کې د پوليو کمپاين یوه ورځ ځنډول شوی و او د جمعې په ورځ به دغه کمپاین بیا شروع شي.

کارپوهان وايي په خېبر پښتونخوا کې اوس هم داسې علاقې موجود شته چېرته چې د پوليو قطرو ورکوونکو ټيمونه د مشکلاتو سره مخامخ کېږي.

د وي او ای ډيوه سره خبرو په مهال د مردان ضلعې د لېډي هېلت ورکرز د پروګرام کوارډېنېټر ډاکټر فهد اقبال وېنا وه چې په پوليو ټېم د وسله وال بريد له امله د علاقې په خلقو کې وېره خوره شوې

هغه وویل د رستم پلو ډېرۍ سيمه کې د يو ورځ د پاره د پوليو کمپاين ودرولې شوی دی۔

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د مردان ضلعې په رستم پلو ډېرۍ سيمه کې د پوليو په ټيم وسله والو حمله وکړه چې په نتيجه کې یې د پوليو ټیم په تحفظ مامور دوه پوليس ووژل شوو۔

د پېښې وروسته کالعدم تنظيم تحريک طالبان پاکستان په يو بيان کې د بريد زمه واري په خپل سر اخېستې ده۔

په پېښور کې مېشت خبريال مشتاق يوسفزي وي او ای ډيوه ته وويل په خېبر پښتونخوا کې اوس هم داسې علاقې شتون لري چېرته چې د پوليو ټيمونو د ورتلو په مهال د مشکل سره مخامخ کېږي

مشتاق یوسفزی وايي" دا پرون چې په کومه علاقه کې دا پېښه شوې ده نو سيکيورټي ادارې دا وايي چې هلته داسې عناصر شته او د پوليو وېکسين نه انکاري خلک هم شته، او حکومت کوششونه هم کوي چې له امله يې د دې کال په شپږو مياشتو کې په پاکستان او په خاصه توګه په خېبر پښتونخوا کې يو کېس هم د پوليو ريکارډ نه شو، خو داسې علاقې اوس هم شته چې باوجود د سيکيورټي هلته پوليو ټيمونه نه شي تللي نو دا په پاکستان کې او خاص کر په پښتنو کې دا ډېر لويي مصيبت دې چې هغوئ په پروپېګنډا کې ډېر زر راځي."

نوموړي زياته کړه چې د وسله والو لخوا داسې ډول بريدونو ترسره کول په مرستې سره په ټولنه خپل اثر ژوندې ساتل او په ميډيا کې ځای پېدا کول مقصد وي۔

د پاکسان په بېلابيلو برخو کې له دې وړاندې هم وخت په وخت د پوليو ټيمونه په هدف شوي دي

د جنورۍ په میاشت کې د خېبر پښتونخوا کرک ضلع کې هم د پوليو د ټيم په ساتنه مامور پوليس په بريد کې وژل شوی و۔

د پاکستان په 124 ضلعو کې د ګل په ورځ اووم جون څخه د پوليو پرضد څاڅکو ورکولو کمپاين پېل کړل شوې دې۔

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.