شاته

اروپایي ټولنې د کروناویروس نه "د معافیت تصدیق" تصویب کړ 

د اروپا پارلمان د کروناویروس نه "د معافیت پاسپورت" یا "د خطر نه د خلاصون ډیجیټالي تصدیق" تصویب کړ چې له مخې یې د اروپایي ټولنې اوسیدونکي کولای شي له قرنطین کیدو او یا اضافي معاینو پرته په ازاده توګه اروپایي هیوادونو ته سفر وکړي.

دغه تصدیق د چهارشنبې په ورځ جون ۹ (غبرګولي۱۹) د اروپایي پارلمان له لورې تائید شو او قانون جوړونکو همداشان موافقه وکړه چې غړي هیوادونه نشي کولای چې پر دې باندې اضافي قوانین ور زیات کړي.

د اروپایي ټولنې غړي هیوادونه باید هر یو دغه تصدیق پاڼه تصویب کړي خو د هغوی تائید تر ډیره تشریفاتي بڼه لري.

تمه ده چې دغه پروګرام د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې پیل شي او د اروپایي اتحادیې ټول هیوادونه باید د اتحادیې د نورو هیوادونو له لورې صادر شوی سند په رسمیت وپیژني.

هر هیواد به خپلو اوسیدونکو ته دغه تصدیق پاڼه ورکړي چې په پرمختللو امنیتي ځانګړتیاو سمبال یو بار کود یا QR لري چې د اروپایانو د ځیرکو تلیفونو په ځانګړي اپلیکیشن کې هم شته.

جرمني، یونان، پولند، ډنمارک، چک جمهوریت، کروشیا، او بلغاریا مخکې له مخکې دغه سیستم پیل کړی دی.

دا پداسې حال کې دي چې د روغتیا نړیوال سازمان د اپریل په میاشت کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغو کسانو ته د "معافیت پاسپورت" یا "د خطر نه د خلاصون ډیجیټالي تصدیق" ورکولو په اړه چې په کروناویروس له اخته کیدو وروسته جوړ شوي، خبرداری ورکړی و.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي هیڅ ډول شواهد نشته چې په کرونا وبا اخته شوي کسان بیا پدې ناروغۍ نه اخته کیږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا ددغه ډول اسنادو ویشل ددې سبب کیږي چې روغ شوي کسان معیاري لارښونې له پامه وغورځوي او د کروناویروس د خپریدو خطر زیات کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روغ شویو خلکو په بدن کې موجوه انتي باډي ددې ضمانت نشي کولای چې هغوی بیا په کوویډ۱۹نه اخته کیږي.