شاته

متحده عربي امارتو کې میشتو افغانانو ته برېښنايي تذکرې ورکول کېږي

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په متحده عربي اماراتو کې میشتو افغانانو ته د برېښنايي تذکرو د ورکولو لپاره د دغه هېواد په په ابوظبي ښار کې یو مرکز پرانیستل شوی دی.

د دغې ادارې ویاندې رویینا شهابي د پنجشنبې په ورځ د جون ۱۰ (غبرګولي ۲۰) امریکا غږ ته وویل چې ژر به په دغه مرکز کې د د برېښنايي تذکرې د ویشلو چارې پیل شي.

د اغلې شهابي په وینا د دغه مرکز په اړه معلومات د احصایې د ملي ادارې په انلاین پاڼو کې شریکې شوې دي او په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغانان کولی شي چې په انلاین توګه د تذکرو د غوښتنې فورمې ډکې کړي.

هغې زیاته کړه: "د مرکز له پرانیستلو وروسته (په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغانان دې) د بایومتریک او د تذکرو د اخیستلو پړاو تعقیب کړي"

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاندې وویل چې د متقاصیانو د غوښتنلیک له ترلاسه کېدو وروسته به د هغوی د هویت د تثبیتولو پړاو په کابل کې ترسره شي او له هغې وروسته به ټاکلي وخت کې د نورو پړاونو د ترسره کولو لپاره په ابوظبي کې د تذکرو د ویش مرکز ته ورغوښتل شي.

دغې ادارې په متحده عربي اماراتو کې د یوې برېښنایي تذکرې بیه ۲۰ ډالره ټاکلې ده. دا تذکرې په کابل کې چاپېږي او بیا متحده عربي اماراتو ته لېږدول کېږي.

له دې وړاندې هم د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په ایران کې مېشتو افغانانو ته د برېښنايي تذکرو د ورکولو لپاره شپږ مرکزونه پرانیستي دي.

رویینا شهابي وویل چې تراوسه په دغو مرکزونو کې په ایران کې د میشتو ۲۸۰زره افغانانو هویت تثبیت شوی او ۹۳زره کسانو تهه یې برېښنايي تذکرې ورکړل شوي دي.

اغلې شهابي زیاته کړه چې په پاکستان او نورو هېوادونو کې مېشتو افغانانو باندې د برېښنايي تذکرو د ویشلو بهیر به د یو منظم پروګرام له مخې اړوندو هېوادونو ته وغځول شي.