شاته

د کرونا درېیمه څپه؛ روغتیا وزارت: افغانانو! د اکسیجن د تولید ظرفیت محدود دی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې ټول ولایتونه د کرونا له کبله اغېزمن شوي، خو څه باندې شل ولایتونه یا د کرونا د درېيمې څپې په اوج کې دي او یا هم د درېمې څپې اوج ته د نږدې کېدو په حال کې دي.

د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح پر خپل فیسبوک پاڼې لیکلي چې د کرونا ویروس په درېيمه څپه کې روغتیایي مرکزونو ته د خلکو مراجعه د دې وبا د لومړۍ څپې پرتله ۵ تر ۷ سلنه زیاته شوې ده.

ښاغلي مجروح د کرونا ګواښونو ته په پام خبرداری ورکړی او لیکلي یې دي: "هېوادوالو په هېواد کې د اکسیجن د تولید ظرفیت محدود دی. موږ درک کړئ، همکاري وکړئ او د امکان تر کچې په کور کې پاتې شئ. ګواښونه او د کرونا د بحران په اړه سپارښتنې جدي ونیسي."

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري هم وایي چې اوس مهال د اکسیجن کموالی تر ټولو جدي ستونزه ده:

"په افغانستان کې تر ټولو جدي ستونزه اوس مهال د اکسیجن کموالی دی. ډېره هڅه کېږي چې اکسیجن په سم ډول تامین کړو. زموږ ډېری پېښې اکسیجن ته اړتیا لري."

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو غوښتي چې دغه هېواد سره د اکسیجن او نورې عاجلې روغتیایي مرستې وکړي.

د دې وزارت ویاند ګران هېواد ازادي راډیو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، پرون جمعه (د غبرګولي ۱۴مه) د سیمې په هېوادونو کې له افغان سفیرانو او جنرال کونسلانو نه د انلاین کنفرانس له لارې غوښتي چې د بهرنیو روغتیایی مرستو د جلبولو لپاره هڅې وکړي.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

په همدې حال کې په افغان جاپان روغتون کې ډاکټر عبدالله داوري وایي، په ټولو هغو روغتونونو کې چې د کرونا ناروغان په کې بستر دي د اکسیجن د کموالي ستونزه شته: "یوازې د افغان جاپان روغتون نه بلکې علي جناح، سره میاشت او نور روغتونونه د اکسیجن کموالی لري. نور شخصي روغتونونه هم د اکسیجن کموالی لري. د کرونا ټول ناروغان چې بسترېږي اکسیجن ته اړتیا لري. باید په هره وسیله او له هرې لارې چې کېږي اکسیجن تامین شي."

د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني ویلي، دولت هڅه کوي د کرونا د معایناتو ظرفیت لوړ کړي، د درملنې لپاره د روغتونونو تجهیزات لا زیات شي او د ولس د عامه ژوند د جریان ترڅنګ د کرونا منفي اغېزې او زیانونه د امکان تر حده په ټیټه کچه کې وساتل شي.

افغانستان دا مهال د کرونا ویروس له درېېمې څپې سره مخامخ دی.

اشرف غني ویلي، دولت هڅه کوي د کرونا د معایناتو ظرفیت لوړ کړي،
اشرف غني ویلي، دولت هڅه کوي د کرونا د معایناتو ظرفیت لوړ کړي،