برازیل: د اولمپیک لوبو پر مهال د 'ترهګري دسیسې' په تور ۱۰ کسان نیول شوي
برازیل کې پولیسو ۱۰ کسان نیولي، چې وايي د اولمپیک لوبو پر مهال یې د ترهرګرۍ لپاره پلان چمتو کاوه.
چارواکي وايي دغه کسان د اسلامي دولت نومي ډلې غړي نه دي، خو په خبره یې له دغې ډلې سره د اړیکو موندلو په هڅه کې وو.
دغه کسان په سویلی پارانا ایالت کې نیول شوي دي. دغه کسان د برازیل ریو دي جنېرو ښار کې د اولمپیک سیالیو له پیله ایله دوی اونۍ مخکې نیول شوي دي.
د دغه هېواد عدلیې وزیر ي یوې خبرې غونډې ته وویل، چې نیول شوي کسان ټول برازیلیان دي. د برازیل کابینې په دې اړه یوه بېړندۍ غوڼه رابللې ده.