شاته

نجیب شریفي: سږکال افغان خبریالانولپاره یو خونړی کال وو

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب ادارې وایي، د روان عیسوي کال په تیرو لسو میاشتو کې په افغانستان کې یوولس خبریالان وژل شوي دي.

د نوامبر عیسوي میاشتې دوهمه په نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملینو د معافعیت د پای ته رسیدلو د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کیږي.

په کابل کې نن دا ورځ د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یوناما او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د علمي، فرهنګي او رونیزې ادارې یونسکو له خوا په ګډه ولمانځل شوه.

دې غونډې کې چې د ملګروملتونو د بیلابیلو ادارو او په کابل کې د میشتو بهرنیو سفارتونو د چارواکو د ګډون سربیره د افغان حکومت د بیلابیلو وزارتونو او ادارو چارواکو هم ګډون کړی وو، برخه والو له افغان حکومت څخه د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسیدلو لپاره د عملي اقداماتو د ترسره کیدلو غوښتنه وکړه.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې رئیس نجیب شریفي غونډې ته په وینا کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره د افغان حکومت اقدامات په ځانګړي ډول د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د افغان ژورنالیساتو د فدراسیون په مرسته ترتیب شوې کړنلاره وستایله او د دغې کړنلارې د عملي کیدو غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي شریفي وویل "زه فکر کوم چې دا یو ډیر ستره لاس ته راوړنه ده، خو په دې صورت کې چې دا کړنلاره عملي شي، ورسره تر ډیره حده د خبریالانو د امنیت او مصونیت ستونزه هم حلیدلی شي".

هغه وویل شرط یې دادی چې دا کړنلاره عملي بڼه واخلي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې رئیس د افغان خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د طالب وسله والو په پالیسې کې بدلون ته اشاره وکړ او ویې ویل چې دغو حالاتو ته په کتنې باید افغان خبریالان په خپلو کې په یو لړ مسلو سره موافقې ته ورسیږي.

ښاغلي شریفي وویل " د ۲۰۱۶ کال له پیل راهیسې په تیرو لسو میاشتو کې یوولس خبریالان په افغانستان کې تراوسه وژل شوي دي، چې دا یو بې ساری شمیر دی، دغو ټکان ورکونکي شمیرو او په ځانګړي ډول د رسنیو او خبریالانو پروړاندې د طالبانو په نظر او پالیسې کې بدلون لپاره دا ډیره مهمه ده چې مونږ پر یو لړ کړنلارو باندې سره موافقې ته ورسیږو او دا مسله حل شي".

نجیب شریفي وویل چې په تیرو شپاړس کلونو کې په افغانستان کې ۶۰ خبریالان وژل شوي دي.

د افغان حکومت له خوا د بیان له ازادۍ سفیر، په عامه اړیکو او ستراتیژیکي چارو کې د جمهوررئیس غني ستر سلاکار احمد نادر نادري، غونډې ته په وینا کې په دې خفګان څرګند کړ چې افغان ژورنالستانو د بیان د ازادۍ لپاره ډیرې قربانۍ ورکړي، وژل شوي، وهل شوي او سپکاوی یې شوی دی.

ښاغلي نادري وویل، تیرکال چې جمهوررئیس محمد اشرف غني د ټولو وژل شوو خبریالانو د دوسیو د بیا سپړلو امر ورکړ په هغه وخت کې چې کومه پلټنه ترسره شوې په کې ویل شوي چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۷۶ دوسیې د افغانستان په لویه څارنوالۍ کې موجودې وې.

ښاغلي نادري وویل " د هغې له ډلې ۶۰ یې د خبریالانو د وژلو دوسیې وې، چې باید هیڅکله د دغه هیواد د هیڅ یو اوسیدونکي له یاده ووځي او هم په کار نه وو چې عدلي او قضایي ادارو پرې اجرات نه وو کړي".

نادر نادري وویل، په دغو ۶۷۶ دوسیو کې ۴۸یې د خبریالانو د بند دوسیې وې، چې د ښاغلي نادري په وینا اکثره د بند دوسیې سمې نه وې چې له امله یې ددغو په بند کې د اچول شوو خبریالانو څخه د افغان حکومت د بیان د ازادۍ سفیر بخنښه وغوښتله.

نادر نادري وویل، چې به دغو دوسیو کې ۲۴ دوسیې د برمته کیدلو دوسیې وې، ۲۳۸ یې د سپکاوي دوسیې په کې شاملې وې.

ښاغلي نادري وویل چې افغان حکومت د وژل شوو خبریالانو د دوسیو د بیا سپړلو لپاره قوي اراده لري.

هغه همداشان وویل چې افغان حکومت د هغو خبریالانو د ژوند د خوندیتوب لپاره په کابل کې د یو میلمستون بندو بست هم کړی چې په کې به هغه شمیر افغان خبریالان چې په خيپلو مربوطه ولایتونو کې د ورپیښو ستونزو له امله خپلو سمیې پریښودلو ته اړ کیږي په موقتي توګه د اوسیدلو امکانات ترلاسه کړي.

همداشان نادر نادري وویل، چې افغان حکومت د ټولو قول اردو قوماندانانو ته امر کړی، چې هغه خبریالان چې په خپلو سیمو کې په جګړو کې ایسار پاتې کیږي د هوا له لارې مصونو سیو ته ولیږدوي.