شاته

چارواکي: په افغانستان کې د ښځو حقوقي وضعیت د اندیښنې وړ دی

افغان چارواکي وايي، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ټولنیزو حساسیتونو او د هغوی حقوقي وضعیت ته په کتو د نافذه قوانینو بیا څیړلو او عامه پوهاوي ته جدي اړتیا ده.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان د څارنوالانو څلورم کنفرانس د پای په غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ناامنیو له امله تر ټولو زیاتې ستونزې ښځو ګاللي او اوس هم افغانې ښځې په خپل کاري چاپیریال، کورنۍ او ښوونیزو مرکزونو کې له تاوتریخوالي سره مخ کیږي.

اجرائیه په افغانستان کې د ښځو اوسنی وضعیت او د هغوی پر وړاندې تاوتریخوالی د اندیښنې وړ وباله او ویې ویل، چې ان په پوهنتونو کې د استادانو له خوا هم په ښځو باندې جنسي تیری کیږي او یا زورول کیږي.

ښاغلي عبدالله وویل "په دې برخه کې د ذهنیت بدلول زما په فکر یوه اساسي مسله ده او په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهای او د هغوی د ذهنیت بدلول هم اساسي مسله ده".

د افغانستان لوی څارنوال محمد فرید حمیدي وویل، چې په افغانستان کې قوانین د ښځو او نارینه‌‌و پر وړاندې یو شان عملي کیږي او زیاته یې کړه چې ټولنیزو حساسیتونو ته کتو کله چې یوه ښځه لږ تر لږه د یوې شپې له بند وروسته بیرته خوشې کیږي هغه بیرته په خپل کور کې د کورنۍ د غړې په توګه نه منل کیږي.

لوی څارنوال وویل، چې د ښځو په چارو کې د افغانستان د قوانینو نظام جدي ستونزې لري او زیاته یې کړه چې په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د ټولنې حساسیتونو ته په کتو او د ښځو د حقونو خوندیتوب لپاره د قوانیونو بیا څیړلو ته جدي اړتیا ده.

ښاغلي حمیدي له دولت څخه وغوښتل په دې برخه کې کار وکړي او په ځانګړې توګه هغه قوانین چې د ښځو اړوند دي له سره وڅیړي.

هغه وویل "قوانینو ته باید روح ورکړو، قوانینو ته باید رڼې سترګې ورکړو، تر څو له دې لارې په یو مسلکي ظرفیت او توان سره وکولی شو عدالت تامین کړ او دغه راز قوانینو ته یو جنسیتي لید ورکړو، تر څو د تبعیض پر وړاندې سمه مبارزه ترسره شي".

له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې سیما سمر په دولتي ادارو کې د ښځو په وړاندې پر ناوړه چلند اندیښنه وښوده ویې ویل، چې کله یوه ښځه د خپل حق د غوښتلو لپاره دولتي ادارو ته مراجعه کوي، هغه د دویم ځل لپاره د تاوتریخوالي ښکار کیږی.

آغلې سمر له عدلي او قضايي ادارو څخه وغوښتل چې د ښځو اړوند دوسیې باید په جدي توګه وڅیړلي او هغو ښځو ته چې د تاوتریخوالي او جنسي تیریو قُرباني شوي دي زیاته پاملرنه او ورسره سم چلند وشي.

هغې وویل "فساد یوازې د رشوت اخستلو مسله نه ده، هغه څارنوال چې خپله ښځینه همکاره او یا هغه ښځه چې څارنوالۍ ته مراجعه کوي او ورته درناوی نه کیږي او وايي، دا ډیره ښکلې ده یو څو ورځې به یې وزورو، دا ډول کسان باید نور په څارنوالۍ کې و نه زغمل شی".

سیما سمر د سړیانو فزیکي قوت، اقتصادي فقر، د اولادونو زیات زیږون، اقتصادي اتکا او ناوړه دودونه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لاملونه یاد کړل.

سیما سمر وویل، د افغانستان په لویې څارنوالۍ کې د ښځو شمیر خورا کم دی او د دې لپاره چې په دغه هیواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راټیټه شي، په کار ده چې د ښځینه څارنوالانو شمیر زیات شي.