شاته

ترکیې د عراق سرحد سره نږدې پوځ ځای پر ځای کړی

د ترکیې د پوځ یوې سرچینې مطبوعاتو ته ویلي دي زغره لرونکي موټر او ټانکونه د شرناق ایالات د سیلوپي په سیمې کې ځای پر ځای شویدي چې د دواړو هیوادونو تر منځ ګډه سرحدي پوله ده.

د پوځ دغه سرچینې ندي ویلي چې د ترکیې وسله والو ځواکونو دغه اقدام ولې کړی خو د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوګان د همدې تیرې شنبې په ورځ ویلي و چې غواړي په سیمه کې د ترکي عسکرو ملاتړ زیات کړي.

ښاغلي اردوګان ویلي و که چیرته شعیه ملیشې د عراق د تل عفر په ښار کې د ویرې د پیدا کولو کوښښ وکړي، ترکي ځواکونه به یې ځواب ووایي.

د تل عفر په ښارګوتي کې زیاتره ترکمنان اوسیږي چې د ترکیې سره تاریخي او کلتوري اړیکې لري. شعیه ملیشو د تل عفر ښار د لویدیځې برخې نه د اسلامي دولت یا داعش د ډلې په خلاف تعرضي عملیات کړیدي خو ترکیې خبرداری ورکړی چې که د ترکمنانو د اوسیدو په سیمې عملیات وشي، هغوي به یې ځواب وایي.

ترکیه پداسې حال کې د عراق سرحد سره نږدې پوځ ځای پر ځای کوي چې عراقي ځواکونو د اسلامي دولت نه د موصل د ښار د بیرته نیولو لپاره پراخ تعرضي عملیات پيل کړیدي. ترکیې د عراق نه غوښتي و چې د موصل په عملیاتو کې دې هغوي ته هم برخه ورکړل شي خو عراق دغه غوښتنه رد کړې وه.