BBC
 شاته

د ترکيې ناکامه پوځي کودتا او پايلې يې

تېره اوونۍ ترکیه کې د پوځي کودتاه هڅه وشوه. کودتا ناکامه شوه او ترکي مشران وایي دا هڅه په پوځ کې د ځینو کسانو له خوا شوې وه.

د کودتاه په تور زرګونه کسان نیول شوي او لا هم نیونې او له دندو ګوښه کېدنې روانې دي.

همدا ډول ویل کېږي چې د هېواد پارلمان ښايي د مرګ سزا بیا ومني چې په ۲۰۰۴م کال کې لغو شوې وه، خو اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی چې که دوی دا کار وکړی دغې ټولنې ته د ننوتو دروازې به پر ځان پسې وتړي.

په دې بحث کې له خپلو مېلمنو سره پر دې غږېږو چې په ترکیه کې د نا کامې کودتاه تر شا کوم لاملونه وو؟

د ترکیې ټولنه یې څومره سره وویشله او له بهرنۍ نړۍ، په ځانګړې توګه له اروپايي ټولنې سره اړیکي کوم لور ته روان دي؟

په دې اړه مو په ترکۍ پلازمېنه استانبول کې پخوانی افغان دیپلومات عبدالسلام اثېم، په اسلام اباد کې د سیاسي چارو کارپوه خادم حسین او په لندن کې د بي بي پښتو راډيو مدیر داود اعظمي وغږول.

زموږ همکار سپین تڼي لومړی له ښاغلي عاصمه پوښتلي چې د ناکامې کودتاه هڅه چا او ولې وکړه؟