شاته

د افغان ځواکونو تیروکړنو د ارزونې یو درې ورځنی کنفرانس پیل شو

د افغانستان د دفاع وزارت وایي، په دغه درې ورځني کنفرانس کې به د وسله والو مخالفانو پر وړاندې افغان امنیتي ځواکونو د پسرلي او دوبي د موسمونو عملیات او هم د وسله والو مخالفانو پوځي تحرکات وارزول شي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا کنفرانس نن د افغانستان د دفاع وزارت په انګړ کې پیل شوی او په لمړۍ ناسته کې یې جمهوررئیس محمد اشرف غني او د افغان امنیتي ځواکونو د ادارو د لوړپوړو چارواکو د ګډون ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن هم ګډون کړی وو.

جنرال وزیري د دغه کنفرانس د جوړیدلود هدف په هکله وویل، چې د کنفرانس ګډونوال به د افغان امنیتي ځواکونو د تیرواوو میاشتو کړنو ارزونه وکړي.

جنرال وزیري وویل "زمونږ د قوتونو فعالیتونه او د دښمن ټول فعالیتونه وارزوي، په کومو برخو کې مونږ بریالیتوبونه درلودل، په کومو برخو کې مو کمزورۍ درلودلې، چې هغه کمزورۍ ټولې وارزوي او د راتلونکي موسم لپاره د هغې د حل لپاره او د دښمن د فعالیتونو د شنډولو لپاره لازم تصمیمونه ونیسي".

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وایي، چې دې غونډې ته جمهوررئیس محمد اشرف غني په خپله وینا کې د افغان امنیتي ځواکونو بریالیتوبونو یادونه وکړه او د افغان ځواکونو د کمزورو نکتو د پیاوړتیا لپاره چې په راتلوونکي کې ورته پاملرنه وشي هم سپارښتنې وړاندې کړې.

جنرال وزیري وايي چې دې غونډې ته په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن په خپله وینا کې وویل" تروریستان او طالبان د کرښې له هغې خوا څخه راځي، باید پاکستان طالبانو او تروریستانو ته نور په خپل هیواد کی ځای ور نه کړي، نړیواله ټولنه د افغانستان تر څنګ ده، هر هیواد چې وغواړي افغانستان کمزوری کړي نه امریکا ته او نه نورې نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ ده".

همدې کنفرانس ته د دافغانستان د دفاع، کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت رئیس هم ویناوي وکړې.
د افغانستان لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم په خپله وینا کې په تیرو موسمونو کې د افغان ځواکونوبریالیتوبونه وشمیرل او ټینګار یی وکړ چی لا نور ډیر کارونه په مخ کی لري، چې باید قوماندانان د دښمن د پوره نابودۍ پورې له هیڅ ډول هلو ځلو دریغ ونه کړي.

ټاکل شوې ددغه درې ورځني کنفرانس په ترڅ کې ګډونوال د پسرلي او اوړي په موسمونو کی د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو فعالیتونه و ارزوي او نیمګړتیاو ته د حل لارې چارې په ګوته کړي او هم به د ژمي له موسم څخه د ګټې پورته کولو او شفق دوه عملیاتو د تطبیق لپاره لازم تصمیمونه ونیسي.