شاته

افغانستان په اړه د امریکا د کانګرس استماعیه؛ پوښتنې زیاتې، ځوابونه کم 

پداسې حال کې چې د افغانستان څخه د پاتې امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر دوام لري، د کانګرس وکیلانو د امریکا د دفاع وزارت له دوو مسولینو سره په یوه استعماعیه غونډه کې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه یو لړ جدي پوښتنې مطرح کړې.

د اندو-پسفیک په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت د معینیت سرپرست ډیویډ هیلفي او د امریکا د وسله وال پوځ د ستر درستیز د سیاسي او پوځي چارو د ریاست مرستیال د وکیلانو د پرله پسې پوښتنو په ځواب کې وویل چې د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر د ابعادو په هکله؛ د وتلو وروسته د افغانستان له امینت څخه نیولی د افغان ځواکونو د زده کړو، استخباراتي ماموریت، د هغو افغانانو ساتنه چې د نړیوالو ځواکونو سره یې کار کړی او د امریکا د دپلوماتیک حضور پورې مسئلو باندې بحثونه او مذاکرات په هغه هیواد کې روان دي.

د امریکا د استازو په مجلس کې د وسله والو ځواکونو د خدمت د کمیټې لوړپوړي جمهوري غوښتونکي غړي مایک راجرز، وویل چې پدې اړه تصمیم باید د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو د نیټې له اعلان دمخه شوی وای.

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د تصمیم له مخې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونه د سپتمبر تر ۱۱ له افغانستان څخه په بشپړه توګه وځی.

د امریکا د متحده ایالاتو پوځي مشرانو ویلي چې ډاډ ترلاسه کیږي چې القاعده او نورې ترهګرې ډلې له افغانستان څخه د امریکا پر ضد د بریدونو لپاره استفاده ونکړي، خو په دې هکله لږ جزییات ورکړل شوي نه دي.

ښاغلي هیلفي تائید کړه چې تر اوسه د افغانستان د ګاونډیانو سره هیڅ ډول موافقه نده شوې تر څو د اړتیا او د افغانستان څخه د خطر د متوجه کیدو په صورت کې په خپله خاوره کې امریکایي اډو ته ځای او یا هم له خپلې خاورې څخه افغانستان ته د پوځي پروازونو اجازه ورکړي.

خو د امریکا د دفاع وزارت د سرپرست په وینا د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر او مذاکرات په موازي توګه پرمخ بیول کیږي، خو سره تړلي ندي.

د امریکا په کانګرس کې د دموکرات ګوند لوړپوړې غړې الیسا سلوتکین، چې یو وخت یې د امریکا په دفاع وزارت او د امریکا د استخباراتو په مرکزي اداره کې په مهمو پوستونو کې کار کړی د امریکا د پوځي ستون پرته د افغانستان څخه د راولاړیدونکو ګواښونو د تشخیص لپاره د امریکا د وړتیا په هکله پوښتنه وکړه.

له دې دمخه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان فرانک مک‌کینزي ویلي وو چې د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو وروسته لازم دي چې د امریکایي پوځیانو کشفي او استخباراتي الوتکې په منظمه توګه هغه هیواد وڅاري. خو په افغانستان کې د پوځي اډې د نه درلودلو په صورت کې افغانستان د نژدې پرتې امریکایي اډې څخه پرواز لږ تر لږه شپږ ساعته وخت نیسي.

یوه له هغو پوښتنو څخه چې دغو دوو مقاماتو امریکایي وکیلانو ته د قناعت وړ ځواب ورنکړای شو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د زده کړو مسله وه.

د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي تیره اونۍ وویل د افغان ځواکونو د روزنې طرحه په "نورو موقعیتونو" کې تر ارزونې لاندې ده. خو د هغه په وینا تر اوسه دغه طرحه سل په سلو کې څرګنده او بشپړه شوې نده.

د امریکا د کانګرس غړو دواړو جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو د چهارشنبې د ورځې په استعماعیه غونډه کې اندیښنه څرګنده کړه او وویل چې طالبان لا هم د القاعده سره اړیکه لري او د امریکایي پوځیانو د نه شتون په صورت کې به د نظام د پرزولو او په افغانستان کې د واک د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي.

بیا هم د امریکا متحده یالاتو ویلي دي چې د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ ته به دوام ورکړي.