شاته

افغانانو ته د امریکا د ځانګړې ویزې د ورکولو د چټکتیا غوښتنه 

د امریکا د متحده ایالاتو په لسګونو پخوانیو مقاماتو د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو ته د یو لیک په استولو سره غوښتي دي چې هغو افغانانو ته د ویزې ورکول چټک کړي چې په تیرو دوو لسیزو کې یې په افغانستان کې د میشتو امریکایي پوځیانو سره کار کړی دی.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن تیره میاشت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د پاتې ۲۵۰۰پوځیانو د ایستلو بهیر د مۍ میاشتې په لومړۍ نیټه پیل شوی او د سپتمبر په ۱۱پای ته رسیږي.

د جمهور رئیس بایډن دغه اعلان په افغانستان کې د پراخې کورنۍ جګړې، د طالبانو د بیا واکمن کیدو او د هغو افغانانو څخه د غچ اخیستنې په اړه اندیښنې زیږولي چې د امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی دی.

په هغه لیک کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، ته استول شوی او د چهارشنبې په ورځ د رویترز خبري اژانس ترلاسه کړ، راغلي دي: "د امریکا د متحده ایالاتو تاریخ د داسې مواردو شاهد دی چې مونږ نه یو توانیدلي هغه وحشتناک عواقب په نښه او مخنیوی یې وکړو چې ښایي هغوی چې زمونږ تر څنګ ولاړ وو او پر مونږ یې باور درلود، هغوی ورسره مخامخ شي."

دغه لیکونه نژدي ۱۰۰پخوانیو مقاماتو لاس لیک کړي. زیات شمیر یې هغه مقامات دي چې په تیرو ۲۰کلونو کې یې د افغانستان په اړه د امریکا په سیاست کې کار کړی دی.

دغو مقاماتو چې په کې په افغانستان کې د امریکا څلور پخواني سفیران او امریکایي متقاعد جنرال جوزف ووتل په کې شامل دي چې په منځني ختیځ کې د امریکایي سرتیرو د ساتلو مسول و، د جو بایډن له حکومت څخه یې غوښتي چې افغانانو ته د مهاجرت د ځانګړې ویزې (SIV) بهیر چټک کړي.

په لیک کې راغلي چې څه دپاسه ۱۸۰۰۰زره افغانان او ددې جملې نه پخواني ترجمانان ویزې ته انتظار دي او د امریکا متحده ایالات باید د هغه هیواد څخه د ځواکونو د ایستلو دمخه دا کار وکړي. هغوی همداشان وړاندیز کړی چې افغانانو ته د ویزې ونؤه زیاته شي او له کانګرس څخه یې غوښتي چې د "هغو افغانانو چې د قواو د وتلو وروسته ورته تاوان رسیږي" د هغوی د منلو لپاره یوه لار پرانزي.

د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو تر اوسه په اړه نظر ندی څرګند کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ څه دپاسه ۷۰۰۰ویزې چې د امریکايي ځواکونو سره د همکارو افغانانو لپاره په پام کې نیول شوی وې، تر اوسه ندي صتدر شوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرمفتش څو میاشتې مخکې د یو رپوټ په خپرولو سره دSIV ویزې ستونزې په ډاګخ کړې وې چې د ۲۰۱۹کال د سپتمبر راپدیخوا نژدې ۱۹زره افغان درخواست کوونکي اخیستلو ته منتظر دي.