د اسرايل په هوايي بريدونو کې د حماس څو مهم کمانډران وژل شوي
اسرايل او حماس د شورو/ چارشنبې په ورځ ویلي د داړو خواو په نښتو کې اسرايل د غزه په پټۍ هوايي بريدونو کې د حماس وسله والې ډلې څو مهم کمانډران وژلي دي.
حماس ویلي، په بريدونو کې يې د غزه ښار د پوځي عملياتو مشر بصيم عيسا او نور پوځي لوړ پوړي چارواکي وژلي دي.
د اسرايل داخلي امنیتي ادارې د شورو په ورځ ویلي، عيسا او د حماس لوړ پوړي کمانډران چې پکې د ډلې انجينيرنګ مشر، د سايبر جګړې او راکټو جوړولو مشر په بريدونو کې وژل شوي دي.
د اسرایل حکومت ویلي په بریدونو کې يې د حماس د پوځ 16 غړي وژلي دي.
دغه وژنې د شورو په سهار په غزه کې په هوايي بريدونو کې شوي چې پکې د پوليس او امنيت تاسيسات په نخښه شوي دي.
ويل شوي د اوسېدونې ودانۍ او څو پوړه ودانۍ ته زيان اوښتی دی، خو په دغه مهال په ودانيو کې څوک نه وو.
د ګل د ورځې نه په غزه پټۍ د فلسطين او اسرايل ترمنځ نښتې سېوا شوي دي.
د اسرايل پوځ ویلي، په بريدونو کې يې د استخباراتو دفترې او د حماس د مشرانو کورونه په نخښه کړي او د صحت وزارت ویلي، په بريدونو کې د 16 ماشومانو او پينځه ښځو په ګډون 65 فلسطينيان وژل شوي او 365 ټپيان شوي دي.
د نهې او شورو په ورځ د حماس په راکټي بريدونو کې شپږ اسرايل وژل شوي دي. حماس د ګل د ورځې راهسې د اسرايل په تل ابيب ښار په لسګونو راکټې داغلي دي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د اسرايل په عامو وګړو د حماس بريدونه غندلي او د اسرايل د وزيراعظم بېنجمن نېتن ياهو سره يې په خبرو کې ویلي، اسرايل د خپلې دفاع حق لري او فلسطينيانو ته حق حاصل دی چې د امنيت د احساس سره ژوند وکړي.
نوموړي په دواړو خواو د نښتو کمولو غږ کړی دی.