شاته

پښتونخوا نه د لادرکه کسانو کورنۍ وایي اختر اوس دوئ دپاره دغم ورځ وي

په خیبر پښتونخوا صوبه کې دکلونو راهسې دځېنو لادرکه کسانو کورنۍ وایي چې دخپلو،خپلوانو لادرکۍ دهغوئ څخه اخترونه تروړلي دي اؤ داختر په زبرګه ورځ هم دخپلو لادرکه کسانو په یاد اوښکې توئیوي.

دجنوبي وزیرستان سره تړاو لرونکی الطاف مسید چې دا مهال په ډیره اسماعیل خان کې سره دخپلې کورنۍ میشت دی، وائي کال ۲۰۱۵م کې یې مشر ورو محمد امیر د کور ناروغان د صوبې مرکز پېښور ته د علاج لپاره وړي وؤ او د هغه ځائ نه بې درکه شوی چې تر اوسه یې درک نه معلومیږي.

هغه وویل هر کال خلک اخترونه لمانځي خو د دوئ په کور کې هر کال اختر دغم ورځ وي

دهغه په وینا "بیګاه چې د اختر اعلان وشو نو خلکو خوشحالۍ کولې او د زمونږ په کور کې ورسره ویر او ژړا شروع شوه او ټولو ماشومانو د پلار غوښتنه کوله او سحر چې مور ته مخامخ شو نو هم د هغې په خوله دا یوه غوښتنه وه"

الطاف وائي د بې درکه کسانو د موندلو لپاره جوړ کمیشن ته یې خواست کړی، تر اوسه څلور ځله په اسلام اباد کې دکمیشن مخې ته وړاندې شوي خو هرځل د وړاندې کیدو نه وروسته ورته بله نیټه ورکړل شوې ده.

د جنوبي وزیرستان شریف الله وویل د هغه ځوان زوئ د تیرو اووه کالو نه وروسته له هغې ورک دی چې امنیتي ځواکونو سره بندیوان ؤ.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل ددې وروسته یې کورنۍ د پریشانۍ سره مخ ده او اخترونه یې پیکه شوي دي.

هغه وویل دخپل ځوئ دموندنې په غرض هرې دروازې ته تللی خو تش لاس ترې راستون شوی دی.

په پاکستان کې د کال 2011م څخه په زوره او ناقانونه ډول د لادرکه شوؤ خلکو د موندنې او په دې کې ککړو خلکو ته دقانون لاندې د سزا ورکولو لپاره يو کمېشن هم کار کوي.

سرکاري کميشن وایي د جنورۍ تر پایه د بې درکه کسانو رپورټ شوي کېسونه 6944 وؤ او دعوه لري چې 4822 یې پکې پائ ته رسولي دي.

شریف وویل دوئ ته د کمیشن او صوبې د ستر عدالت هائي کورټ لخوا ویل شوي چې د زوئ درک یې نه معلومیږي.

هغه پوښتنه وکړه چې اوس خپل بې درکه زوئ د کوم ځائ نه وغواړي ؟

د پاکستان وزير اعظم عمران خان په دې اړه د قانون جوړولو لپاره د کابينې يوه ځانګړې کمېټي هم جوړه کړې او د فبرورۍ په درېیمه یې د کابینې غونډې ته ویلي وؤ، حکومت یې نه غواړي چې په هېواد کې څوک ورک یا بې درکه شي.

هغه امر کړی ؤ چې باید داسې اغېزمن قانون جوړ کړل شي ترڅو هیڅوک په هېواد کې لادرکه نه شي.

دپاکستان دپوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار د فبرورۍ مياشت کې ویلي وؤ، پاکستان کې به د بې درکه کسانو مسئله زر هواره شي.

خو په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ‌، وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز او اوس د شيعه مسنګ پرسنز تنظیمونه وخت په وخت مظاهرې کوي او حکومتي دعوې ردوي چې ګنې د دوئ مسئلې یې حل کړې دي.

دوی دعوه کوي چې د خلکو د بې درکه کولو لړۍ هم هغسې دوام لري.

د کمېشن د شمېرو له مخې کال 2019م کې په جبر د لادرکۍ ټولې 800 پېښې رپورټ شوې وې او کال 2020م کې دا شمېره 415 ته راټيټه شوې ده.

د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي پارلیمان غړی محسن داوړ وايي چې کال 2018م کې تر ټولو زيات لا درکه پښتانه راخوشې شوې وو خو زياتوي چې اوس هم د خلکو په زور د لا درکه کولو لړۍ روانه ده او استخباراتي ادارې ددې عمل نه لاس پسر شوې نه دي.

هغه وویل دوئ دبې درکه کسانو په اړوند پارلیمان ته قانوني مسوده وړاندې کړې خو تر اوسه د دوئ د بې درکه شوؤ کسانو دموندلو دا غوښتنه نه ده منل شوې.

قانون پوهان او نړیوال تنظیمونو د پاکستان د لا درکه تنانو د موندنې د کمېشن په کارکردګۍ هم پوښتنې راپورته کوي او وايي کمېشن تر اوسه پورې د خلکو په زور لا درکۍ کې ککړ کوم استخباراتي چارواکي ته نه خو سزا ورکړې ده او نه یې په ګوته کړی دی.

که څه هم د بشري حقونو نړیوال سازمانونه د کمېشن په کارکردګۍ بې باوري څرګندوي خو د کمېشن شمېرې ښيي چې د کال 2020م دسمبر پورې یې څلور زره قضيې هوارې کړې دي