شاته

دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دامنیتي تړون هڅې،خلیلزاد یې پخلی کړی

افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې امریکا او برتانيه د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتي همکارۍ ته د ودې ورکولو په موخه د يوې امنيتي لوظنامې یا تړون لاسلیک کولو دپاره هلې ځلې کوي.

د جرمني يوې وېبپاڼې DER Spiegel سره مرکه کې ښاغلي خليلزاد ویلي که دا امنیتي هلې ځلې بريالۍ نه شي او د دواړه هېوادونو ترمنځ امنیتي تړون هم نه وي نو پاکستان به د زیان سره مخ شي.

د پاکستان حکومت د خليل زاد دې څرګندونو ته لا کوم غبرګون نه دی ښودلی خو پرون ناوخته دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په پاکستان کې د امریکا سرپرستې سفیرې اېنجيلا اېګلر سره په ملاقات کې ويلي چې پاکستان په اخلاص سره د افغانستان د سولې د عمل ملاتړ کوي او ګڼي چې باثباته او سوله ايز افغانستان د سيمې او په ځانګړي ډول د پاکستان په ګټه دی.

خليلزاد دپاکستان او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون دپاره د هلو ځلو پخلی په داسې حال کې کړی چې د مئ په لسمه د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د برتانيې د پوځ مشر سر نېکولس سره د کابل سفر هم کړی ؤ.

څېړونکي وايي ترڅو چې د پاکستان او افغانستان په يو بل باور ځائ ته نه وي راغلی امنيتي تړون به هیڅ معنا ونه لري.

زلمی خليل زاد وايي امریکا د برتانيې سره په ګډه هڅې کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتي همکاري وده ومومي او داسې د يو بل سره يو امنيتي تړون ته ورسي.

هغه وایي "دا فعالیتونه هم زموږ د امن او د سولې دهڅو برخه ده"

خليل زاد وايي که د دواړو هېوادونو ترمنځ دامنیتي همکارۍ او امنيتي تړون دغه هڅې ناکامه شى او په يو امنیتي تړون تمامې نه شي نو پاکستان ته به زیان ورسىږي.

امریکایي استازي ویلي د افغان طالبانو مشران په پاکستان کې ژوند کوي او که چېرې د پاکستان او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون ونه شي نو ددې تور به هم په پاکستان لګي.

افغانستان او پاکستان په يو بل خپل مخالف وسله والو طالبانو ته د پناه ورکولو تورونه پورې کوي او څېړونکي وايي چې د افغان طالبانو بېن الافغاني مذاکراتو ته د اماده کولو لپاره په پاکستان نړیوال فشار هم په زياتېدو دی.

د خليلزاد وینا ده چې د پاکستان او افغانستان مشران په اقتصادي تړون او تجارتي پرمختګ کې يو شان ګټه لري او وايي مونږ ددې لپاره د مينځۍ ایشيا د هېوادونو په ګډون د پاکستان او افغانستان دواړو سره کار کوو.

دکال 2020م دفرورۍ مياشت کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د امن لوظنامې راپه دېخوا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات د ځنډ ښکار دي او طالبان په ترکیه کې د اپریل په 24مه نېټه کېدونکې غونډه کې هم د ګډون نه انکار کړی ؤ.

امریکې سږکال د ستمبر د يولسمې پورې د افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ويستلو اعلان کړی چې ورسره سم په افغانستان کې د تشدد کچه لا نوره هم زیاته شوې ده.

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر او ددفاعي چارو شنونکی ليفټننټ جنرال رېټاېرډ طلعت مسعود ډيوه ته وايي پاکستان په حقیقت کې په افغانستان کې امن او سوله غواړي او عقل هم دا خبره مني که چېرې په افغانستان کې امن راشي نو زياتې مثبت اغېزې به ېې په پاکستان پرېوځي.

هغه وایي اصل څيز د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اعتماد پرځائ کېدل دي اؤ که له دې پرته د دوئ ترمنځ امنیتي تړون وشي هم نو دا به هیڅ معنا ونه لري.

د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليل زاد وايي هغه ګڼي چې پاکستان په افغانستان کې جایز مفادات لري او باید چې افغانان د پاکستان ددغه جایزو ګټو یا مفادو درناوی وکړي.

هغه په ډاګه کړه جایز مفاد دا دی چې دافغانستان مزکه د پاکستان پرضد ونه کارول شي او هم دا رنګ افغانستان هم په پاکستان کې مفادات لري چې د پاکستان خاوره د افغانستان دښمنان د کابل پرخلاف ونه کاروي.