شاته

کندهار کې ماین چاودنو ۷ ملکي وګړي وژلي

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، ددې ولایت په پنجوايي او میوند ولسوالیو کې د سړک غاړې ماین چاودنو له امله ۷ ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د پولیسو ویاند جمال بارکزي نن پنجشنبه مۍ ۱۳ (غوايي ۲۳) امریکا غږ ته وویل چې لومړۍ چاودنه د پنجوايي ولسوالۍ په صالحانو کې پر یوه ټکسي موټر شوې چې له امله یې دوه ماشومان وژل شوي او د موټر چلوونکي په ګډون دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې دغه راز د میوند ولسوالۍ په مرکزي برخه کې هم نن لس نیمي بجې د سړک د غاړي‌ ماین چاودنې له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پوليسو مقامات وايي چې په دواړه پېښو کې قربانیان د اختر لمانځنې لپاره د خپلو خپلوانو لیدو ته روان وو چې له یادو پېښو سره مخ شوي.

تر دا مهاله د دغه ماین چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې سر له نن څخه بیا د کوچني اختر دریمې ورځې پوري په افغانستان کې اوربند اعلان شوی دی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د معلوماتو په اساس د تیرې روژې میاشتې په ۲۳ ورځو کې ۱۶۰ ملکیان وژل شوي او ۳۵۱ نور ټپیان شوي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي