شاته

د عمران خان سلاکار شهزاد اکبر: د شهباز شریف په ضد ثبوتونه ډېر شته

د احتساب دپاره د وزیراعظم عمران خان سلاکار شهزاد اکبر ویلي دي چې قامي اسمبلې کې د مخالفه ګوندونو مشر شهباز شریف د ضمانت په خوشې کولو په عدالتي پرېکړه د مسلم لیګ ن بعضې غړي د عدالت سره سره، د اولس هم ګمراه کول شورو کړي دي او وایي چې حکومت سره د شهباز شریف په ضد څه ثبوت نشته.

شهزاد اکبر وویل چې له ځانه سره یې په پنځه پنځوس (۵۵) جلدونو مشتمل ثبوت راوړی دی چې په کې یې د سلو نه زیات شهادتیانو دستاویزي ثبوتونه دي او دا یې د رېفرېنس سره عدالت کې جمع کړي دي.

د اتوار/یکشنبې په ورځ په اسلام آباد کې د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري سره یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس ته پخپلو خبرو کې شهزاد اکبر وویل: «په شهباز شریف باندې د غیرقانوني پېسو لېن دېن تورونه هم دي کوم چې له پامه وغورځل شول او د همدې مني لانډرېنګ له وجې نن پاکستان د غیرقانون پېسو د انتقال او د ترهګرو د مالي مرستې کولو د څار ادارې، اېف اې ټي اېف په خړ فهرست کې دی.»

شهزاد اکبر وویل چې حکومت ته شهباز شریف د ضمانت فیصلې پر ضد خواست کولو باندې غور کوي.

په دې موقع د اطلاعاتو د مرکزي وزیر فواد چوهدري وینا وه چې د شهباز شریف د علاج د پاره بهر هېواد ته تګ دپاره خواست وړاندې کړی شو، راتلونکې ورځ باندې د دې اورونه وشوه، او ده ته د بهر تللو اجازه ورکړی شوه. او په دې ټوله معامله کې حکومتي دریځ شامل نکړی شو.

فواد چوهدري وپوښتل چې د یو داسې کس ضمانت څنګه ومنل شي چې هغه پخپله د یو مفرور ورور – نواز شریف – ضمانت ورکړی دی او هغه تر دې دمه وطن ته واپس رانغلو.

بل پلو ته د لاهور هائیکورټ فول بېنچ، شهباز شریف ته د مني لانډرینګ قضیه کې د نیولو وروستو، د ضمانت ورکولو خواست باندې پخپله تفصیلي فیصله کې ویلي چې قامي احتساب ادارې د عدالت په وړاندې دا خبره منلې چې په شهباز شریف باندې دا تور نه دی لګول شوی چې هغه د خپلې کورنۍ په نوم جایداداونو جوړولو دپاره بډې رشوتونه یا څه نورې ناجایزه ذرائعو نه پیسې حصول کړي دي.

د مسلم لیګ ن ګوند ویاندې مریم اورنګزیب د لاهور هائیکورټ پرېکړه د وزیراعظم عمران خان او د هغه د سلاکار شهزاد اکبر او د ټولو سرکاري ویندویانو په مخ یوه څپېړه ګرځولې ده.