شاته

صدر غني په افغانستان کې قامي ماتم اعلان او طالبانو ته یې دړکه ورکړه

په کابل کې د جینکو یو سکول مخې ته د خونړۍ چاودنې د وژل شوو کسانو شمېر دري شپېته (۶۳) ته لوړ شو. همدا راز د زخمیانو شمير څه باندې یو سلو پنځوس (۱۵۰) ته رسېدلی او ویل کیږي چې د ځینو حالات سخت د اندېښنې وړ دي.

تر دې وړاندې په لوګر ولایت کې هم تېره هفته خونړۍ چاودنه وشوه چې په کې اوه ویشت (۲۷) تنه ووژل شول او اکثره یې د هائي سکول زده کوونکي و.

د افغانستان صدر محمد اشرف غني د دې دواړو پېښو په خاطر، د نهې/سې شنبې ورځ په ټول ملک کې د ماتم ورځ اعلانه کړه. صدر غني د اتوار په ورځ په یو ویډیویي پیغام کې، په داسې حال کې چې دواړه نایبان یې ترڅنګ ولاړ دي، وویل:

«د جهل او تیارې ډلې کله د طالب په نامه او کله هم د داعش په نامه، په دغه ډول وحشیانه بریدونو سره غواړي چې زمونږ اولادونه د علم او ترقۍ له کاروانه شاته وساتي او روښانه راتلونکې ته د خلکو باور کمزوری کړي.»

د کابل لویدیځ کې د پرله پسې چاودنو له امله د سکول ګڼ شمېر وړې جینکۍ مړې شوې
د کابل لویدیځ کې د پرله پسې چاودنو له امله د سکول ګڼ شمېر وړې جینکۍ مړې شوې

صدر غني دې پیغام کې زیاته کړې چې د لوګر او کابل پېښو زیانمنو کورنیو ته به حکومت مالي مرسته وکړي. په دې چاودنو کې د مړو او زخمیانو منځ کې اکثره د سکول وړې جینکۍ وې چې له سکول نه خپلو کورونو ته تللې. د کورنیو چارو وزارت ویلي چې اول د خلکو په ګڼه ګوڼه کې د ګاډي بم چاودنه وشوه او بیا ورپسې نور بمونه وچاودېدل. تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید ذمه واري نده منلې.

صدر غني طالبانو ته اشاره کړې او ټینګار یې کړی چې د جګړې د لارې څه لاس ته نشي راوړلی:

«طالبان باید پوه شي چې د جګړې له لارې خپلو شومو اهدافو ته نشي رسېدلی او که چېرې زمونږ د بېګناه خلکو له وژلو لاس وانخلي، نه یوازې د هغوی پر وړاندې به د خلکو نفرت لا زیات شي، بلکې زمونږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري به د هېواد په هره سیمه او ګوښه کې سخت وځپل شي.»

افغان پوځ د اتوار/یکشنبې په ورځ ویلي چې یوازې په یوه شپه و ورځ کې یې په ټول هېواد کې ۲۸۸ طالبان وژلي دي. تر دې یوه ورځ وړاندې د پوځ مشر جنرال یاسین ضیا دعوه کړې وه چې په یوه هفته کې، پوځ په بیلابيلو ولایتونو کې د طالبانو زر تنه وژلي او ګڼ نور یې زخمیان کړي دي.

طالبان او حکومت دواړه یو بل ته د سر درانه زیانونو اړولو دعوه کوي، خو کومې خپلواکې ادارې دا شمېرې ندي تصدیق کړي.

د طالبانو د مشر اختریز پیغام

په همدې حال کې د افغانستان د طالبانو مشر د اتوار/یکشنبې په ورځ له افغانستان نه د امریکایي او نېټو قواوو انخلا ستایلې ده.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله آخندزاده د اختر د رارسېدو په ویاړ پخپل یو پیغام کې ویلي دي: «داچې امریکا او نور بهرني هیوادونه خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه باسي، دا یو ښه ګام بولو او کلکه غوښتنه کوو چې د دوحې تړون ټولي برخې عملي شي.»

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ کې د طالبانو او د امریکا ترمنځ لاسلیک شوی و.

د طالبانو مشر پخپل پیغام کې، امریکا د دې تړون په خلاف ورزۍ هم تورنه کړې ده او ویلي یې دي: «متأسفانه چې تر اوسه پورې امریکايي جهت د لاسلیک شوې توافقنامې څخه په مکرر ډول سرغړونې کړې دي او ولسي خلکو ته یې درانه ځاني او مالي تلفات اړولي دي.»

د دوحي تړون له مخې تمه کېده چې امریکاییان د ۲۰۲۱ کال د مئې میاشتې تر اولې نېټې له افغانستانه ووځي، خو صدر جو بایډن دا موده د همدې کال تر سټمبره وغځوله.

امریکا ویلي چې د سږکال سټمبر یوولسمې پورې به یې ټول قوتونه له افغانستانه ووځي
امریکا ویلي چې د سږکال سټمبر یوولسمې پورې به یې ټول قوتونه له افغانستانه ووځي

بل اړخ ته امریکا دا دعوه لري چې طالبانو د دوحې تړون خلاف ورزي کړې ځکه تشدد یې ندی کم کړی او له افغان ډلو او حکومت سره د سولې په مذاکراتو کې یې حقیقي پرمختګ ندی کړی.

یاده دې وي له هغه وخته چې د خارجي قواوو د انخلا پروسه شورو شوې ده، طالبانو په افغان ځواکونو بریدونه سېوا کړي او په دې جګړو کې ګڼ شمېر خلک وژل شوي دي.

امریکا او نور نړېوال طاقتونه وایي چې طالبان د تشدد د زیاتېدو ذمه وار دي او باید د امن خبرو ته ستانه شي. مګر د طالبانو مشر پخپل اختریز پیغام کې، افغان حکومت ملامته ګرځولی، د مذاکراتو په اهمیت یې ټینګار کړی او ویلي یې دي: «د کابل ادارې بار بار له مختلفو لارو څخه هڅې کړې او کوي یې چې روان سیاسي جریان سبوتاژ کړي.»

خو د صدر اشرف غني یو ویاند محمد امیري دا خبره ردوي او وایي چې حکومت همیش د سولې دپاره ښه نیت څرګند کړی دی. امیري وایس آف امریکه ته ویلي: «که طالبان رښتیا وایي، نو بیا دې د جګړې او د خلکو د قتل عام نه لاس واخلي او مذاکراتو ته دې کښيني.»