شاته

لکي مروت:نښته کې دپولیسو تاڼېدار اؤ دوه ترهګر وژل شوي،یوعسکر ژوبل

دخیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې د پولیسو په ګاډي تر سره شوي وسله وال برید کې د پولیسو یو افسر وژل شوی او یو سرتیری ټپي شوی او په ځوابي عملیاتو کې د وسله والو دیو مهم کمانډر په ګډون دوه وسله وال وژل شوي دي.

پولیس دا پېښه تاید کړې او وائي بیګاه د شپې دپولیسو ګاډی د لکی مروت د ډوډیواله پولیسو تانې په حدودو کې دپېښور نه کراچۍ ته په غځېدلي سړک نامعلومه وسله والو په نخښه کړی دی.

پولیس وایي وسله والو دپولیسو په ګاډي ناتاره ډزې کړي چې په دغو ډزو کې د پولیسو یو افسر یا تاڼېدار محمد شاه په ټکي مړ شوی او دپولیسو سپاهي محمد انور ژوبل شوي دي.

دسرچینو وینا ده چې ترهګر پولیسو ته د وړاندې نه په بوټو کې پټ‌ شوي وؤ اؤ چې کله یې دپولیسو موبائیل ولیدلو نو دومره چټک برید یې پرې وکړو چې پولیسو ته هډو د ځوابي ډزو موقعه په لاس نه ده ورغلې.

د لکي مروت دپولیسو ضلعي مشر عمران خان وي او ای ډیوه ته ویلي دا ګشتي پارټي د اختر په موخه د خلکو څارنې لپاره په ګزمه وه او له برید وروسته نور پولیس سمدستي دپیښې ځائې ته رسیدلي او ځوابی عملیات یې کړي دي.

هغه وویل ددې عملیاتو په پایله کې دوه برید کوونکي وژل شوي او دوه تښتیدلي چې د هغوي پرضد د لټون عملیات روان دي.

دپولیسو مشر وویل په وژل شوؤ کسانو کې د یو تن پیژندګلو د شان الله په نوم شوې چې د پاکستاني طالبانو د شمالي وزیرستان مهم غړی دی.

هغه وایي دغه تن دې نه وړاندې په پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو دبریدونو ترڅنګ په عامو خلکو دبریدونه ترسره کولو مقدمو کې دوئ ته مطلوب ؤ.

پولیس مشر زیاتوي دبل تن پیزندګلو دزیرمحمد په نوم سره شوې چې تړاو د بنو ډومیل سیمې سره لري او هغه هم د طالبانو په لیکو کې شامل دی.

تر اوسه ددې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخستې .

له پېښې وروسته د بنو ډویژن د پولیسو افسر ډي ائي جي ساجد علي او دلکي مروت دپولیسو مشر ډي پي او عمران خان په ګډون په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه دپېښې ځائ ته رسیدلي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړي .

دخیبر پښتونخوا په لکي مروت اؤ ورسره په څیرمه بنو شمالي او جنوبي وزیرستان کې تر دې وړاندې هم په پوځ اؤ پولیسو دغسې ترهګریز بریدونه شوي چې پکې په سوونو پوځي اؤ پولیس افسران اؤ زلمي وژل شوي دي.

په دغو بریدونو کې د زیاترو پړه تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده
په په لکي مروت سيمه کې د 2010 کال به لومبړې نیته هم دلوبو په يو ميدان کې دوالي بال مقابلې په مهال دځانمرگي بريد له امله 101 کسان وژل شوي وؤ چې په کې د لوبغاړو سره ماشومان هم شامل وؤ.