شاته

دکابل چاودنه کې دمړو شمیره تر ۵۰ؤ اوښتې ده

دافغانستان دکورنیو چارو وزارت وایي دکابل پرونۍ چاودنه کې د وژل شوؤ کسانو شمیره تر پنځوسو اوښتې ده اؤ تر سلو زیات کسان په دې برید کې ژوبل شوي هم دي چې په هغوئ کې دځېنو حالت اندېښمن ښودل شوی.

دکورنیو چارو د وزارت د ویاند ښاغلي طارق افغان له خولې بیلابیلو نړیوالو اؤ افغان رسنیو د یکشنبې په ورځ ویلي چې چاودنه کې د ژوبل شوؤ یو شمیر کسانو وضعیت اندېښمن دی ځکه نو دې پېښه کې د مړینې شمیره نوره هم لوړیدای شي.

رویټر خبري اژانس پخپل رپورټ کې دامنیتي سرچینو له خولې په دې چاودنه کې د د ۵۵ کسانو د وژل کیدو اؤ ۱۵۰ؤ نورو د ژوبل کیدو خبر ورکړی دی.

دا چاودنه د شنبې په ماښام روژه ماتې ته نزدې دکابل لویډیزې برخې دشت برچي کې د”سید الشهداء” ښوونځي ترڅنګ شوې وه چې ویل کیږي زیاتره وژل شوي اؤ ژوبل شوي پکې زده کوونکې میرمنې دي.

طالبانو دې برید کې دلاس لرنې نه انکار کړی اؤ دبرید پړه یې په داعش ور اړولې ده خو دافغانستان ولسمشر ښاغلي اشرف غني دبرید مسول طالبان ګڼي .

ولسمشر غني ددې چاودنې وروسته پخپله یوه اعلامیه کې ویلي وؤ “طالبانو د خپلو جنایتونو په دوام نن مازدیګر د کابل ښار دشت برچي سیمه کې د سیدالشهدا نجونو ښوونځي په دروازه کې د تروریستي برید په ترسره کولو سره یو شمېر زده کوونکې چې نوي یې درسونه پایته رسولي وو، شهیدانې او ټپیانې کړې

داشرف غني ویلي وؤ طالبانو خپل نامشروع جنګ ته په شدت ورکولو او تاوتریخوالي زیاتولو سره یو ځل بیا وښوده چې نه یوازې د اوسني بحران د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت په پېچلي کولو سره د سولې لپاره برابر شوی فرصت سبوتاژ کوي.

دکورنیو چارو د وزارت ویاند طارق ارین هم ددې برید پړه په طالبانو وړ اړولې ده اؤ په ټویټر یې لیکلي چې “له هغې ورځې چې طالبانو او امرېکا اوربند کړی دی د يو خارجي نوک هم ويني شوی دی؟ که له طالب پرته بل څوک وای بايد خارجي يې هم هدف ګرځولی وای”

هغه وایي هرکله چې طالبان په نظامي اهدافو تروريستي برېد ترسره کوي مسئوليت يې پر غاړي اخلي خو کله چې بیا ملکي اهداف په نخښه کوي، د اعماق له سايټ څخه د داعش تر نوم لاندې مسئوليت اعلانوي.

هغه وایي د برید په تړاؤ څو تنه نیول شوي اؤ هغوئ منلې چې دطالبانو د ډلې غړیتوب لري اؤ کابل کې یې په پوهنتون برید په عامه افکارو دفشار سیوا کولو په موخه دطالبانو په وینا کړی.

د روانې میاشتې د لمړۍ نیټې نه چې امریکا افغانستان څخه په رسمي ډول دخپلو ځواکونو د ویستلو دلړۍ پیل کولو اعلان کړی په افغانستان کې ورسره بریدونه اؤ بمي چاودنې هم زیاتې شوې دي.

افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تیره ورځ طالبانو ته سپینه کړې وه چې که هغوئ دسولې لاره خپله نه کړه نو امریکا به دهغه چا په ملاتړ ودریږي چې افغانستان کې دجمهوریت د دوام دپاره مبارزه کوي.