شاته

پاکستان کې نور 118 کسان په کرونا وایرس مړه شوي دي

پاکستان کې د تېر يو شواروز په مهال په کرونا وایرس نور 118 کسان مړه شوي او نورو 3785 کسانو ته ددې وايرس د ورپورې کیدو پخلی شوی دی.

پاکستان د کرونا د څار دسرکاري وېبپاڼې ترمخه په تېرشواروز کې د هېواد دننه د کرونا د مثبتو پېښو کچه د نهه فيصدي نه زیاته ريکارډ شوې ده.

په هېواد کې دعام ولس ته کرونا ضد وېکسين لګولو لړۍ هم روانه ده او سرکاري شمېرې وايي تر اوسه د 33 لکو څخه زياتو کسانو ته د کرونا ضد ویکسين ستنې لګول شوي دي.

سرکاري شمېرې وايي د هېواد د هسپتالونو په اي سي يوز کې د داخلو ناروغانو په شمېره کې کمی راغلی او اوس ټول 4903 مريضان دغلته د درملنې لاندې دي.

د سرکاري وېبپاڼې ترمخه په تېرو څلیريشتو ساعتو کې په نورو 3785 کسانو کې د وایرس پخلی شوی او 118 ناروغان د وبا له امله مړه شوي دي.

دې سره په پاکستان کې په یاد وایرس د مړو شوو کسانو ټوله شمېره 18915 ته رسېدلې ده او په مجموعي توګه 8 لکه، 58 زره او 25 کسان په دې وایرس اخته شوي دي.

د روغتیایي چارو لپاره د وزير اعظم عمران خان ځانګړی معاون ډاکټر فیصل سلطان وايي پاکستان کې دکرونا وېکسين جوړولو پلانټ هم چمتو دی او دا به د مئ مياشتې په پائ کې کار پیل کړي.

هغه وايي ددې عمل په بشپړه کېدو سره به پاکستان هره میاشت د 30 لکه خوراکونو وېکسين جوړولو جوګه شي.

بلخوا پاکستان ته د بهرنیو هېوادونو ته هم د کرونا ضد وېکسين د راتګ لړۍ روانه ده او د کووېکس پروګرام لاندې پرون پاکستان ته د اېسټرا زېنېکا وېکسينو د 12 لکه خوراکونو لمړۍ جوپه رارسېدلې وه.

پاکستان ته تر اوسه دترلاسه شوؤ وېکسينو د خوراکونو ټوله شمېره د 50 لکه نه اوړېدلې ده او د سرکاري مالوماتو له مخې په ټول هېواد کې تر دې وخته ټول 33 لکه او شل زرو تنانو نه زیات کسانو ته د وبا ضد واکسین لګول شوې دي.

د خېبر پښتونخوا صوبې د صحت د څانګې اېډيشنل ډاېرکټر جنرل ډاکټر اکرام وايي صوبه کې اوس حالات ښه دي. او دغلته د مثبتو کېسونو شرحه هم د لس فیصده نه لاندې راغلې ده.

ډاکتر اکرام ډيوه ته ویلي صوبه کې روزانه د 25 نه تر 30 زرو پورې تنانو ته د کرونا ضد ویکسين لګول کېږي.

هغه وايي د غوره حکومتي مهم او د هندوستان د حالاتو له کبله اوس خلک وېکسين لګولو ته اماده شوي دي.

په عین حال کې د پاکستان حکومت پرون په ټول ملک کې په تعلیمي ادارو لګېدلی بندېز غځولی دی او این سى او سي د تعليمي ادارو د مئ میاشتې تر 23 پورې د تړلو اعلان کړی دی.

د پاکستان صدر عارف علوى په اولس غږ کړی چې د کوچني اختر په مهال په کورونو دننه پاتې شي.

د پاکستان حکومت د مئ میاشتې د لسمې نېټې څخه تر پينځلسمې نېټې پورې د وړوکي اختر رخصت اعلان کړی اؤ په دغه ورځو کې دسورلیو د ګاډو په تګ راتګ هم بندېز لګول شوی دی.

حکومت وايي د اختر د مېاشتې د لېدو په شپه به هم بازارونه تړلې وي.