شاته

کروناویروس؛ هند ته روغتیايي نړیوالې مرستې وړیا انتقالیږي

پداسې حال کې چې په هند کې د کروناویروس پېښې د ریکارډ کچې ته رسیدلي، د امارات هوایي شرکت د یکشنبې په ورځ ویلي چې له دوبۍ څخه د هند نهو ښارونو ته روغتیایي مرستې او تجهیزات په وړیا توګه لیږدوي.

هند د یکشنبې په ورځ وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پدې هیواد کې ۴۰۹۲ کسان د کروناویروس له وچې مړه شوي دي.

په هند کې په کروناویروس د اخته کسانو شمیر اوس ۲۲.۳ میلیون کسانو ته رسیدلی دی او یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴۲۳۶۲ کسان پدې هیواد کې په کروناویروس اخته شوي دي.

نړیوالې مرستې په داسې حال کې هند ته روانې دي چې د ریکارډ په کچه د کروناویروس د پیښو په وجه روغتونونه د بسترونو، درملو، اکسجن او نورو موادو له کمښت سره مخامخ دي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې د قطر هوایي شرکت هم ۳۰۰ ټنه کمکي مواد په وړیا توګه له دوحې څخه هند ته لیږدولي وو.

د امارت هوایي شرکت یو لوړپوړي چارواکي نبیل سلطان خبریالانو ته وویل چې: «مونږ په مطلقه توګه ژمن یو چې د هند سره مرسته وکړو.»

د روغتیایي مرستو تنظیم به د دوبۍ د نړیوال بشري ښار له خوا وشي چې د غیر دولتي سازمانونو مرکز دی او له دغه ځایه مرستې د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسول کیږي.

د ښاغلي سلطان په وینا دغه روغتیایي مزستې به تر بل اعلان پورې په وړیا توګه هند ته رسول کیږي.

امارات د هند نهو ښارونو نوي ډهلي، ممبۍ، بنګلور، کلکته، احمدآباد، چینای، کوچین، حیدرآباد او تریواندروم ته په اونۍ کې ۹۵ الوتنې کوي.