شاته

د امریکا ځواکونو نړیوالو اوبو کې روسي او چینايي وسلې نیولي 

د امریکا د متحدو ایالتونو بحري ځواکونه وايي چې د عرب بحېرې په شمال کې په نړیوالو اوبو کې یې په وسلو او مهماتو بار یوه بې نومه او بې نښانه کښتۍ نیولې ده.

د امریکا بحري ځواکونو نن یکشنبه مۍ نهمه (غوايي۱۹) په یوې اعلامې کې ویلي دي چې دا ناقانونه وسلې او مهمات یې په دوه ورځنیو عملیاتو (مۍ اومه-اتمه) کې کشف او نیولي دي.

اعلامیه وايي: «په دغو مهماتو کې په روسیې کې جوړ شوي د ټانګ ضد رهبري کېدونکي لس راکټونه، په چین کې جوړ شوي زرګونه ټوپکونه، سلګونه پیکاوې، نښه وېشتونکي (وسلې) او لاسي بمونه شامل دي.»

اعلامیه وايي چې دا وسلې او مهمات اوس له امریکايي‌ ځواکونو سره دي او پلټنې روانې دي ‌چې معلومه شي دا کوم له ځای څخه او چېرته انتقالېدل.

د امریکا بحري ځواکونه وايي چې په دغې سیمې کې دوامداره ګزمې کوي چې «د غیر قانوني مهماتو، چې په غالب ګمان د ترهګرۍ د ننګې او غیر قانوني فعالیتونو لپاره وي، د انتقال» مخه ونیسي.