شاته

روغتیا وزارت خلکو ته: اختر کې له ګڼې ګوڼې ځان وساتئ یو بل کره مبارکۍ ته مه ځئ

د کوچني اختر په را رسېدو سره په کابل ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته شوې، د دې ښار یو شمېر هټیوال وايي، هغه خلک چې د اختر د سودا لپاره راځي ماسک نه اچوي او ټولنیز واټن ته هم جدي پاملرنه نه کوي.

هارون او احمد سمیر یې په اړه وايي: " ډېری خلک چې دلته د سودا اخېستلو لپاره راځي روغتيايي سپارښتنې په پام کې نه نیسي، د مثال په ډول ماسک او دستکشې نه اچوي، څو هغه کسان چې په دې ویروس اخته دي نورو ته دغه ویروس انتقال نه کړي.

- دلته خلک روغتیايي سپارښتنې نه مراعتوي، نه ماسک اچوي او نه دستکشي، بیخي کرونا جدي نه نیسي."

د کابل ښار ځیني اوسیدونکي بیا وايي، کرونا اوس جدي نه ده او د تېر په څېر د اختر د ښه نماځلو لپاره چمتوالی نیسي.

د کابل بازار
د کابل بازار

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت بیا وضعیت جدي بولي او له ټولو هېوادوالو غواړي چې کرونا ویروس جدي وګني.

د دې وزارت ویاند غلام دستګیر نظري نن یکشنبه (د غويي ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل، ټول هېوادوال باید په اختر کې له تګ راتک څخه ډډه وکړي او که د اړتیا په صورت کې تګ راتک کوي نو بیا هم، روغتیايي سپارښتنې دې جدي په پام کې ونیسي.

ښاغلي نظري زیاته کړه: "د عامې روغتیا وزارت اندېښنه هم همدا ده چې زموږ ډېری هېوادوال د اختر په ورځو کې روغتيايي سپارښتنې په پام کې نه نیسي او د یو بل لیدو ته ورځي چې دغه چاره کولی شي د دې ویروس په چټک خپریدا کې مرسته وکړي."

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۱ کسان په دې ویروس اخته شوي
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۱ کسان په دې ویروس اخته شوي

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲۱ کسان په دې ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۱۲ کسان مړه او ۱۸۲ بېرته روغ شوي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې له تازه ثبت شوېو مثبتو پېښو سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر شااوخوا ۶۲ زره ته ورسېد.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د دې ویروس له امله دې هېواد کې د مړو شوېو کسانو شمېر بیا ۲۶۹۸ ته پورته شوی او شااوخوا ۵۴ زره بېرته ترې روغ شوي دي.