شاته

په هند کې په ۲۴ ساعتونو کې په کورونا تر څلور لکو زیات نور کسان اخته شوي

واشنګټن – د هند د روغتیا وزارت د شنبې یا خالي په ورځ راپور ورکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې تر ۴۰۱۰۰۰ زیات نوي کسان په کورونا اخته او نېږدې ۴۲۰۰ تنه له کورونا څخه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا پوهان په دې باور دي چې په هند کې له کورونا څخه د مرګ ژوبلې ريښتېنې شمېره ښايي له دې څخه هم زیاته وي او کېدای شي د مې تر پایه پورې لا هم خپل اوج ته و نه رسېږي.

د هندوستان اصلي مخالف مشر راهول ګاندي له لومړي وزیر نریندرا مودي څخه د جمعې به ورځ وغوښتل چې په ټول هېواد کې دې لاک ډاون ولګوي، د واکسین رسولو پروګرام دې ګړندی کړي او د وایرس څار او ټېسټونه دې زیات کړي.

ګاندي وویل، "زمونږ په هېواد کې له کنټرول څخه بهر د وایرس پرېښودل به نه یواځې زمونږ خلکو ته خطرناک وي بلکه ټولې نړۍ ته به هم وي."

په ورته وخت کې برتانیې په هندوستان کې د کورونا وایرس بڼه د اندېښنه وړ بللې.‌

د سپینې ماڼۍ د کورونا ډلې هم زیات پام واکسین ته اړولی

د امریکا په حکومت کې د کورونا د غبرګون ډله د جولای د څلورمې نېټې هدف ته کار کوي چې تر هغه وخته پورې باید ۷۰ فیصده امریکایان د کورونا لږ تر لږه یو ډوز واکسین ترلاسه کړي.‌

د سپینې ماڼۍ د کورونا د غبرګون ډلې ناظم جېف زینتس په یوې خبري غونډه کې وویل، چې د ورځې تر پایه به ۱۱۰ میلیونه امریکایان په بشپړه توګه واکسین شوي وي او په ټوله کې ۵۷ فیصده امریکایانو به لږ تر لږه د واکسین یو ډوز اخیستی وي.

زېنتس وویل، ددې لپاره چې د ولسمشر بایډن لخوا ټاکل شوي هدف تر لاسه شي نو د هېواد په ۲۰۰۰۰ فارمسیو کې به هم د وخت له اخېستلو پرته واکسینونه ورکول کېږي.

د جان هاپکنز پوهنتون وايي، کورونا تر اوسه په نړۍ کې تر ۳.۲ میلیونو زیات کسان مړه کړي چې تر ټولو زیاته مړینه په امریکا کې شوې چې ۵۸۱۰۰۰ ته رسېږي، ورپسې برازیل کې ۴۱۹۰۰۰ او بیا په هندوستان کې ۲۳۸۰۰۰ ته رسېدلې ده.

دغه راز دوی وايي، په ټوله نړۍ کې په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر ۱۵۷ میلینو ته رسېدلی چې تر ۳۲.۶ میلیونو زیات یې یواځې په امریکا، ۲۱.۸ میلیونه یې په برازیل او ۱۵ میلیونه یې په هندوستان کې دي.