شاته

په کابل کې ښونځي ته څېرمه چاودنه شوې، ۲۵ کسان وژل شوي او ۵۲ ژوبل شوي

واشنګټن – د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د شنبې یا خالي‌ په ورځ یو ښونځي ته څېرمه چاودنه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

د کورونیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وویل، په چاودنه کې تر لږ لږه ۵۲ کسان زوبل شوي دي چې ډیري یې زده کونکي وو.

هغه د چاودنې د دلیل او هدف په اړه څه و نه ویل.

د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند غلام دستګیر نظري وویل، تر اوسه پورې ۴۶ کسان روغتون ته رسول شوي دي.‌

افغان چارواکي وايي، طالبانو وروسته له هاغې چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وېستلو اعلان وکړ په ټول هېواد کې د افغانانو پرضد بریدونه زیات کړي.‌

تر اوسه پورې د شنبې د ورځې د چاودنې پړه چا نه ده منلې.

چاودنه د کابل په لویدیځې برخې دشت برچي کې شوې چېرې چې زیاتره شعیه مسلمانان اوسېږي.‌

تر دې وړاندې په دغې سیمه کې د ګڼو ورته بریدونو پړه د داعش په نامه وسلوالې ډلې په غاړه اخیستې.