شاته

د امریکا د لاټرۍ د ویزو ګټونکي اعلانیږي

ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه، مې اتمه (غوایي۱۸) د واشنګټن ډي سي پر وخت د ورځې په ۱۲ بجو د ۲۰۲۲ کال د لاټرۍ د ویزو ګټونکي اعلان کړي

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا ځل به د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو اوسیدونکو ته شاوخوا ۵۵ زره ویزې د لاټرۍ د پروګرام د لارې وویشل شي.

په امریکا کې د لاټرۍ د ویزو پروګرام هر کال کیږي او له مخې یې د هغو هیوادونو اتباعو ته په امریکا کې د دایمي پاتې کیدو ویزې ورکول کیږي چې د ۵۰ زرو نه لږو اوسیدونکو یې امریکا ته سفرونه کړي و.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې د افغانستان اوسیدونکي کولی شي چې د لاټرۍ پدې پروګرام کې برخه واخلي خو د پاکستان، هند، چین، ویتنام، بنګله دیش، نیپال او ځینې نورو هیوادونو اتباع بیا پکې د ګډون حق نلري.

په پچې اچونې کې ګډون کوونکي باید لږ تر لږه تر ۱۲م ټولګیو څخه فارغ وي اوسند ولري او په یو داسې کسب کې لږ تر لږه دوه کاله تجربه ولري چې زده کول یې دوه کاله وخت نیسي. او بل شرط یې دا دی چې یوازې د هغه هیواد تبع وي چې په پروګرام کې د ګډون حق ولري.

میلونونه کسان هر کال د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه د لاټرۍ پدې آزاد پروګرام کې برخه اخلي. شاوخوا اوه میلون کسانو په ۲۰۲۱ کال کې پدې پروګرام کې ګډون کړی و.

هغو کسانو چې پدې پروسه کې یې ګډون کړی، کولی شي چې خپله نتیجه پدې لنک کې وګوري.

https://dvprogram.state.gov/

د ۲۰۲۲ کال د لاټرۍ د ویزو لپاره نوم لیکنه د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې پیل او د نومبر په لسمه پای ته ورسېده.