شاته

فضا ته د چین د توغول شوي راکټ ټوټې به ځمکې ته راولویږي

د امریکا متحده ایالاتو او اروپا هغه مرکزونه چې د چین تر ټولو ستر توغندی څاری، وایي چې ښایي د دې توغندي ټوټې نن شنبه مې ۸ (غوایي۱۸) او یا سبا د یکشنبې په ورځ د ځمکې اتموسفیر ته را ولویږي.

د اروپا د هوایي فضا د کشف او څارنې ادارې ویلي د هغوي وړاندوینه دا ده چې ښایي د (Long March 5B) توغندي چې د یکشنبې په ورځ د ګرینویچ پر وخت په ۰۲۱۱ بجو د ځمکې اتموسفیر ته بیرته راشي. د امریکا د ایرو سپیس شرکت بیا وایي د دې وړاندوینه دا ده چې توغندی ښایي د ګرینوچ پر وخت د یکشنبې په ورځ په ۰۳۲۲ راښکته شي.

سره لدې چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ځمکې اتموسفیر ته تر ننوتو وړاندې ښایي د توغندي ډیرې ټوټې وسوځي او ډیر احتمال نشته چې کوم زیان به ورسوي خو د امریکا پوځ بیا ویلي چې د توغندي راتګ بې کنټروله دی او د امریکا د هوایي فضا قومانداني د توغندي بیرته راتګ څاري.

کارپوهانو ویلي چې د ځمکې اتموسفیر ته په ننوتلو ښایي دا توغندي ټوټې ټوټې شي او ښایي ځینې ټوټېیې د ځمکې په وچې برخې را ولویږي.

تیر کال هم د چین د یو توغندي عینې ټوټې د عاج په ساحل کې ولویدې او څو ودانیو ته یې زیان ورساوه.

دا راکټ چې (The Long March 5B) نومیږي، ۳۰ متره اوږد دی او پنځه متره سور لري. دې راکټ د اپریل د میاشتې په ۲۹ د چین د راتلونکې دایمي هوایي تمځای یوه برخه فضا ته ولیږدوله.