شاته

هند کې کرونا؛ یوه ورځ کې څه باندې ۴۰۰۰ کسان مړه شوي

په هند کې نن شنبه مۍ اتمه (غوايي۱۸) ۴۱۸۷ کسان د کویډ ۱۹ د بیمارۍ له کبله مړه شول. کرونا تر دې وړاندې دومره ډیر کسان په یوه ورځ په هند کې نه وه مړه کړي.

د هند یوې روغیایي ادارې اټکل کړی چې ښایي د همدې کال د اګست تر میاشتې یو میلون کسان پدې هیواد کې د کرونا له کبله مړه شي.

کرونا په هند کې تر نن پورې ۲۴۰زره کسان مړه کړي او څه کم ۲۲ میلیونه نور پرې اخته شویدي.

یوازې نن پدې هیواد کې څه باندې ۴۰۰زره کسان د کرونا په ویروس اخته شوي.

د کرونا د پېښو ډېرېدو له کبله په یو شمېر ایالتونو کې د خلکو په ګرځېدو راکرځېدو او کاروبارونو بندیز لګیدلی او یو شمېر نور ایالتونه د بندیزونو د لګولو په هڅو کې دي.

د ټامېل ناډو په ایالت کې چې پخوا پکې نسبي بندیز لګیدلی و، اوس مسؤلین وایي چې ښایي سر د دوشنبې په بشپړه توګه بندیز ولګیږي. پدې ایالت کې د چې د موټر جوړولو ستر شرکتونه پکې دي، عامه ترانسپورت او د شرابو دکانونه بندیږي.

د کرناټکا په ایالت کې هم د جمعې تر ورځې په بشپړه توګه د بندیز موده تمدید شوه.

همدارنګه د بنګلورو په ښار کې چې د ګوګل او امازون تر څنګ پکې د سیسکو ستر شرکتونه دي، بشپړ بندیز د جمعې تر ورځ لګول شوی.

په هند کې تېر کال کله چې د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره هلته خپور شو، په ټول هیواد کې د خلکو په ګرځېدو راګرځیدو او کاروبارونو بندیز ولګید خو دا ځل لا حکومت د بشپړ بندیز پریکړه نده کړې.

په هند کې تقریباً په نیمایي ایالتونو کې په بشپړه توګه او په نورو کې په نسبي توګه په ګرځېدو راګرځېدو او کاروبارونو بندیز لګول شوی.

سره لدې چې هند په نړۍ کې د واکسین جوړولو تر ټولو ستر هیواد دی خو لا هم پدې کې پاتې راغلی چې د خپلو وګړو ته په کافي اندازه واکسین ورسوي.

هند اوس مهال ۱۶۷ میلیونه ډوزه واکسین تطبیق کړی او د ۱.۴ میلیارد وګړو څخه یې یوازې دوه په سلو کې د کرونا ضد واکسین شوي دي.