شاته

په باجوړ کې د پولې د پورې غاړې بريد کې يو پاکستانی سرتيری ژوبل شوی، پوځ وايي

د پاکستان پوځ ويلي د پولې د پورې غاړې افغانستان لوري نه په قبایلي ضلع باجوړ کې ترهګرو بريد کړی او يو پوځي سرتيری پکې ژوبل شوی دی.

تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې او دعوه يې کړی چې د روژه ماتي نه لږه شېبه وړاندې يې په بريد کې سرتيری وژلی دی.

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ ناوخته (اوومه مې) ویلي، د افغانستان د لوري ترهګرو په نړيواله پوله (ډېورنډ) د پاکستان په پوځي چيک پوسته ډزې کړي دي.

پوځ ویلي، د ترهګرو ډزو ته پوځ کلک ځواب ویلی خو په ډزو کې يو پوځي سرتيری ژوبل شوی دی.

پوځ زیاته کړې پاکستان پرله پسې افغانستان ته د پولې د انتظام يقيني کولو خواست کړی دی.

ويل شوي پاکستان په سختۍ غندنه کوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.

په پينځمه مې د پاکستان پوځ ويلي وو چې د بلوچستان په ژوب کې ضلع کې د پولې د پورې غاړې افغانستان د لوري نه ترهګرو بريد کړی چې پکې په سمدستي توګه د څلورو اېف سي سرتيري د وژلو او شپږو د ژوبلېدو ويل شوي او وروسته بیا په ژوبلو کې نورو درېو هم ژوند د لاسه ورکړی وو.

د دغه بريد زمه واري هم پاکستاني طالبانو منلې وه.

په وروستيو کې د پاکستان په قبايلي ضلعو او په ځانګړي ډول په شمالي او جنوبي وزيرستان کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

په شپږمه مې د شمالي وزيرستان د قومي اسمبلۍ غړي محسن داوړ په ټویټر ویلي،د پاکستان صدر ته يې خط ليکلی چې د پارلیمان شريکه غونډه را وبلي، په پخوانۍ فاټا او په ځانګړي ډول وزيرستان، د طالبانو په بيا رايو ځای کېدو یا فعاليتونو، هدفي وژنو او نورو اندېښمنو موضوعاتو باندې بحث وشي.