شاته

شهباز شریف په هوایي ډګر هیواد نه بهر تګ ته نه دی پرښودل شوی

دپاکستان قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ګوندونو مشر اؤ دمسلم لیګ(نواز)ګوند صدر شهباز شریف دلندن تګ ته نه دی پرېښودل شوی اؤ دهوایي ډګر څخه بېرته ستون کړل شوی دی.

دمسلم لیګ(نواز) مرستیاله مشره میرمن نواز وایي دعدالت دحکم باوجود دشهباز شریف دسفر مخه نیول د راوستل شوي حکومت ویره په ډاګه کوي خو حکومت بیا ویلي چې دشهباز شریف نوم دسفري بندیز په نوملړ کې شامل دی اؤ دا چاره دپلټنو مرکزي ادارې ایف ایي پسې اړه لري.

دپاکستان دپخواني وزیراعظم نوازشریف رور میا شهباز شریف چې په دې وروستیو کې داحتساب دملي ادارې دعریضې په اساس دغبن په دوسیو کې نیول شوی ؤ تیره اوونۍ لاهور هائیکورټ هغه په ضمانت خوشې کړی دی.

حکومت دشهباز شریف نوم په تور فهرست کې شامل کړی اؤ شهباز شریف دریځ لري چې هغه دکینسر ناروغي لري اؤ غواړي په لندن کې اړونده ډاکټر ته ځان وښایي.

تیره ورځ دشبهاز شریف په عریضه عدالت هغه ته هیواد نه بهر دتګ اجازه ورکړې وه چې دمحکمې په دغه پرېکړه حکومت ناخوښي ښودلې وه اؤ داطلاعاتو مرکزي وزیر ویلي وؤ دومره زر خو په جرګه کې هم پرېکړې نه کیږي څومره په بېړه کې چې دشهباز شریف هیواد نه د وتلو پرېکړه شوې ده.

پاکستاني رسنۍ وایي دخالي په سهار چې کله شهباز شریف دخپل ګوند دیو شمیر فعالینو په بدرګه کې دلاهور هوایي ډګر ته ورسیدو اؤ غوښتل یې لندن ته دتګ دپاره د دوحې جهاز کې کښیني نو په هوایي ډګر د ایف ایي ای امیګریشن چارواکو دهغه مخه ونیوله.

رسنۍ وایي شهباز شریف ته ویل شوي چې محکمې به دهغه دنوم تور فهرست څخه د ویستلو امر کړی وي خو دهغوئ سره تر اوسه کمپیوټري نظام کې دنوموړي نوم په تور فهرست کې شامل دی اؤ ترڅو چې دغه نظام اپډيټ شوی یا تازه شوی نه وي نو هغه نه شي کولی له هیواده دباندې سفر وکړي.

دایف ایي ای لخوا شهباز شریف بېرته دهوایي ډګر څخه ستون کړل شوی چې په دې دهغه ګوند مسلم لیګ نواز سخت بد منلي اؤ دا یې دحکومت د ویرې په معنا عمل بللی دی.

دمسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز په ټوئټر لیکلي په هوایي ډګر دشهباز شریف په ایسارولو سره حکومت دعدالتي حکم سرغړونه کړې ده اؤ اؤ دا ښایي چې “سلیکټیډ“څومره په ویره کې دی

سلیکټيډ اصطلاح پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه د وزیراعظم عمران خان دپاره کاروي اؤ تور لګوي چې هغه د ولس په رائیو نه بلکې دپوځ په اوږو اقتدار ته رسیدلی دی.

خو حکومت اؤ پوځ داپوزیشن دا دعوې ردوي.

داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري بیا اعلان کړی چې دشهباز شریف دنوم تور فهرست نه د ویستلو پرېکړه به حکومت چیلنج کوي.

هغه ویلي چې تور فهرست نه نوم ویستل د ایف ایي ای د مشر صلاحیت دی اؤ دشهباز شریف وکیلانو تر اوسه دعدالتي حکم په اساس دایف ایي ای ډایریکټر جنرل ته تور فهرست نه دهغه د نوم ویستلو په اړوند کومه عریضه نه ده کړې.

د شهباز شریف ورور اؤ پخوانی وزیراعظم نوازشریف هم پاکستان کې دغبن مقدمه کې داحتساب عدالت لخوا په اووه کلن بند محکوم کړل شوی ؤ خو وروسته هغه محکمې ته وویل چې دعلاج دپاره لندن ته ځي اؤ محکمې هغه ته هیواد نه د وتلو اجازه ورکړې وه چې تر ننه هغه په لندن کې میشت دی.

حکومت وایي نواز شریف دشهباز شریف په ضمانت لندن ته پرېښودل شوی ؤ اؤ اوس پکار ده چې عدالت دشهباز شریف نه پوښتنه وکړي چې ولې یې نواز شریف تر اوسه هیواد ته راستون نه کړو.

خو د نوازشریف کورنۍ اؤ ډاکټران دریځ لري چې لندن کې دهغه علاج روان دی اؤ فعلاً هیواد ته نه شي راستنیدی