شاته

خلیلزاد:که طالبان دسولې لار خپله نه کړي نو دجمهوریت پلویانو سره به ودریږو

افغان سولې دپاره دامریکا دبهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو ته سپینه کړې ده چې که هغوئ دسولې لاره خپله نه کړه نو امریکا دهغه چا په ملاتړ ودریږي چې افغانستان کې دجمهوریت د دوام دپاره مبارزه کوي.

په ټویټر ښاغلي خلیلزاد لیکلي چې دافغان سولې په هکله یوه نړیواله اجماع رامنځته شوې ده اؤ ا اجماع دمذاکراتو دلارې دتاؤ تریخوالي پائ ته د رسولو ملاتړ کوي اؤ دطاقت دلارې واک ته د رسیدو سره مخالفه ده.

هغه لیکلي په جګړه کې د ښکیلو ټولو خواؤ مشران باید د سولې دپاره رامنځته شوي فرصت څخه په استفادې د ۴۰کلنې جګړې پائ ته رسولو دپاره مذاکرات وکړي.

زلمي خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې روانه اوونۍ افغانستان څخه په رسمي ډول دامریکایي ځواکونو د وتلو دلړۍ پیل کیدو سره سم دافغانستان بیلابیلو سیمو کې دطالبانو لخوا بریدونو کې چټکتیا لیدل شوې ده.

افغان رسنۍ وایي په بغلان،هلمند،کندهار لغمان اؤ یو شمیر نورو ولایتونو کې په دې وروستیو کې دطالبانو لخوا شوؤ بریدونو کې ګڼ شمیر افغان امنیتي سرتیري وژل شوي دي.

یوه ورځ وړاندې دجرمني په برلین کې هم دافغان سولې په اړه د امریکې،اروپایي ټولنې،جرمني،فرانس،نیټو،ایټالیا ،ناروی اؤ برتانیې یوه غونډه راجوړه شوې وه چې زلمي خلیلزاد پکې برخه درلوده.

ددغې غونډې په اعلامیه کې دطالبانو لخوا د زور د لارې واک ته رسیدو سره مخالفت ښودل شوی ؤ اؤ په افغان اړخونو غږ شوی ؤ چې ستونزه باید دسیاسي خبرو اترو دلارې هواره کړي.اوړمه ورځ د امریکې د دفاع وزارت چارواکو هیله څرګنده کړې وه چې افغان حکومت د طالبانو وروستیو بریدونو ته د جواب ویلو پوره توان لري.