شاته

پاکستان ته دایسټرازینیکا کویکس ویکسن ۱۲لکه خوراکونه ورسیدل

د کرونا دمخنیوي په غرض دبرتانیې څخه د ایسټرازینیکا کویکس ویکسن ۱۲لکه خوراکونه پاکستان ته رسیدلي دي اؤ د روغتیايي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم معاون ډاکټر فیصل سلطان وایي د دولسو لکو نه زیات نور خوراکونه به هم راتلونکو څو ورځو کې پاکستان ته راورسیږي.

امریکې پاکستان ته داسټرا زینیکا کویکس ویکسین رسیدو هرکلی کړی اؤ وایي ددې وبايي رنځ په ضد پاکستان سره اوږه په اوږه ولاړه ده.

پاکستان کې ددې ویکسین ترلاسه کولو په مهال د روغتیایي چارو دپاره دپاکستان د وزیراعظم ځانګړي معاون ډاکټر فیصل سلطان ویلي په وړومبي سر کې ددې ویکسین ۱۲لکه،۳۸زره اؤ ۴۰۰ خوراکونه پاکستان ته ورکړل شوي اؤ راتلونکو څو ورځو کې به ۱۲لکه اؤ ۳۶ زره نور خوراکونه هم هیواد ته راورسیږي.

هغه ویلي په سخت بحراني حالت کې پاکستان د کوویکس د مرستې مننه کوي اؤ هڅه یې ده چې په هیواد کې ډیر زر هره ورځ پینځوؤ لکو کسانو ته کرونا ضد ویکسین ولګوي.

هغه وویل دا مهال د ورځې پسر دوؤ لکو کسانو ته کرونا ضد ویکسین ورکول کیږي.

هغه وویل ایسټرازینیکا ویکسین به دپاکستان لخوا په بیعه داخستل شوؤ ویکسینونو سره یو ځائ خلکو ته ورکول کیږي اؤ په دې به د ویکسین کمی پوره کولی شي.

پاکستان کې تر اوسه خلکو ته سینو فارم، سینو ویک ،کین سینو بائیو اؤ اسپوتنک فائیو ویکسین ورکول کیږږي.

په دغه موقعه پاکستان کې د صحت دنړیوالې ادارې استازې ډاکټرې لیتها ګنارتهنا مهیپالانی ویلي چې دا ویکسین دیو شمیر ازمیښتونو نه تیر شوي اؤ له هغې وروسته یې پاکستان اؤ نورې نړۍ کې دکارؤل کیدو اجازه ورکړل شوې ده.

کوویکس دیوې نړیوالې شرکت دارۍ نوم دی چې مشري یې دصحت نړیواله اداره ډبلیو ایچ او کوي اؤ دا اداره دصحت په څانګه کې خلکو سره دبیلابیلو دولتي سازمانونو اؤ ادارو په همکارۍ کومک کوي.

اسلام اباد کې امریکایي سفارتخانې پاکستان ته د ایسټرازینیکا کویکس ویکسن د دولسو لکو خوراکونو د رسیدو هرکلی کړی اؤ په ټوئټر یې لیکلي چې د کرونا وبایي رنځ په ضد مبارزه کې امریکا پاکستان سره څنګ په څنګ ولاړه ده